لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې ٣٤ ترهه گر وژل شوي


 دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په بيلا بيلو برخو کې شوې فضائي کارروايۍ شوي چې پکې ٣٤ ترهه گر وژل شوي
دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په بيلا بيلو برخو کې شوې فضائي کارروايۍ شوي چې پکې ٣٤ ترهه گر وژل شوي

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه کې پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې دتحريک طالبان پاکستان اؤ لشکراسلام سره دتعلق لرونکو تندروه کمانډرانو په گډون 34 ترهه گر وژل شوي اؤ گن شمير نور ژوبل شوي دي.

دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په بيلا بيلو برخو کې شوې فضائي کارروايۍ شوي چې پکې ٣٤ ترهه گر وژل شوي، وژل شوؤ کې دتحريک طالبان اؤ لشکراسلام کمانډران هم وژل شوي، کارروايۍ کې دطالبانو شپږ ځالې هم تباه کړل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې ( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې دغه کارروائي دترهه گرو په ضد په ځانگړو هدفونو شوې ده، پوځ په دعو عملياتو کې د٣٤ؤ ترهه گرو دوژل کيدو دعوه کړې.

دپاکستان پوځ خيبرايجنسۍ کې دتيرکال داکتوبر دمياشتې راهسې عمليات پيل کړي اؤ ددغه قپائيلي سيمې په مختلفو برخو دجنگي الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه وخت په وخت گوله باري اؤ بمباري کوي.

دخيبرايجنسۍ ترڅنگ دپاکستان پوځ تيرکال دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې هم دمقامي اؤ غيرملکي جنگياليو په ضد عمليات پيل کړي اؤ په دغو دواړو قبائيلي سيمو کې پوځ وروستو له هغې چټکتيا راوستې چې تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژنې ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه واخسته.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ په عملياتو کې يې د٢٠٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر

وژلي خو سيمې پوې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله ددغه پوځي دعوې پخلى نۀ شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG