لاس رسیدونکی لینک

مانسهره:وسله والو دصحت دوه زنانه کارکوونکې اؤ پوليس عسکر وژلي


دپوليو دډلې په حفاظت مامور پوليس عسکر اشفاق هم په دغه حمله کې وژل شوى دى.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په مانسهره سيمه کې وسله والو دپوليو په ډله حمله کړې اؤ دصحت دوه زنانه کارکوونکې اؤ دهغوي په حفاظت مامور يو پوليس عسکر يې وژلي دي.

پوليس وائي چې دمانسهرې په دانا سيمه کې په موتر سائيکل سورو وسله والو دصحت په زنانه ؤ کارکوونکو کنيز نرگس اؤ فرح گل هاغه وخت ناتاره ډزې وکړې کله چې هغوي ماشومانو ته دپوليودڅاڅکو په اچولو بوختې وې، دپوليو دډلې په حفاظت مامور پوليس عسکر اشفاق هم په دغه حمله کې وژل شوى دى.

لوړپوړي سيمه ييز پوليس چارواکي اختر حيات دغه پيښه اؤ پکې درامينځته شوؤ وژنو پخلى کړى دى.

پاکستان دافغانستان اؤ نائجيريا ترڅنگ دنړۍ په هاغو دريوؤ هيوادونو کې شامل دى چرته چې دپوليو معذورونکې ناروغي په مکمله ډول نۀ ده ختمه شوې.

ديو راپور ترمخه ددسمبر کال ٢٠١٢م څخه تر دې مهاله پاکستان کې دپوليو په ډلو دترهه گرو لخوا شوؤ حملو کې ٧٦ کسان وژل شوي چې پکې دصحت زنانه کارکوونکې هم شاملې دي.

دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي ، مړي اؤ زخمي شوې زنانه يو نزدې هسپتال ته رسول شوې ده.

بايد وويل شي روانه مياشت کې دروغتيا نړيوالې ادارې( ډبليو ايچ او) دپوليودوائرسو له امله په پاکستان لگيدلو سفري بنديزونو کې ددريوؤ مياشتو لپاره پراختيا راوستې وه.

نومبر کال ٢٠١٤م کې پاکستان څخه افغانستان ته دپوليو دوائرسو دمنتقلۍ وروستو په پاکستانيانو بهر هيوادونو ته پرته له داسې دستاويز څخه په سفر کولو بنديز لگيدلى ؤ چې پکې پخلى شوى وي چې دسفر څخه وړاندې هغوي ته دپوليو ويکسين ورکړل شوى.

کال ٢٠١٤م کې پاکستان کې دپوليو ٢٣٧ کيسونه مخې ته راغلي اؤ په دغه هيواد پسې بيا نائجيريا د٣٦ؤ کيسونو سره نزدې هاغه هيواد دى چې دپوليو خاتمه پکې نۀ ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې دتيرو څو اوونو په مهال پوليسو دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې خپلو ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو اچولو نه په انکار کولو د500ؤ څخه زيات والدين نيولي وؤ .

پاکستان کې ماشومانو ته دپوليودمخنيوي دڅاڅکو داچولو په هڅو کې تر ټولو لويې خنډ دوسله والو لخوا ددغه هيواد په بيلا بيلو سيمو کې دصحت په کارکوونکو کيدونکې حملې ، قبائيلي سيمو کې دعملياتو له امله دخلکو بې کوره کيدل اؤ دځينو کورنو لخوا په ويکسينيشن بې باوري ده.

XS
SM
MD
LG