لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که بيا وزيراعظم جوړ شوم نو فلسطيني رياست به نۀ جوړيږي،نيتن ياهو


 څيړونکي وائي چې دا انتخابات دنيتن ياهو دمشرۍ لپاره يو شان ريفرنډم هم دى.
څيړونکي وائي چې دا انتخابات دنيتن ياهو دمشرۍ لپاره يو شان ريفرنډم هم دى.

اسرائيل کې دنهې په ورځ عامو انتخاباتو لپاره پولنگ روان دى چې پکې بينجمن نيتن ياهو په څلورم ځل دوزيراعظمۍ دچوکۍ ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

داوسنۍ انتخابي جائزې له مخې داسې ښکاري چې په ١٢٠ کسيز پارليمنټ کې به دنيتن ياهوقدامت پسند گوند ليکود دصيهوني اتحاد په مقابله کې کمې چوکۍ ترلاسه کړي.

دحکومت جوړولو لاپره ٦١ چوکۍ گټل ضروري وي اؤ اوس مهال داسې کوم اثار په نظر نۀ راځي چې گنې کوم گوند به دغه واضحه برتري ترلاسه کړي.

څيړونکي وائي چې دا انتخابات دنيتن ياهو دمشرۍ لپاره يو شان ريفرنډم هم دى.

داسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو دفلسطيني رياست په اړه دخپل تير دريځ برعکس تازه بيان کې وئيلي دي چې که چرې هغه بيا وزيراعظم جوړ شو نو کله به هم دبيل فلسطيني رياست ملاتړ ونۀ کړي.

دهغه دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى چې دنهې په ورځ داسرائيل تقريباً شپږ کروړه اهل ووټران په عامو انتخاباتو کې خپل درايې حق استعمالوي.

اسرائيلي نيوز ويب سائيټ اين ار جي سره خبرو کې هغه وويل څوک چې هم دفلسطيني رياست دجوړيدو يا دخپلو سيمو څخه دلاس پسر کيدو اراده لري نو ددې ساده مطلب دا دى چې هغه به سيمه داسرائيل خلاف بنياد پرستو اسلامي ترهه گرو ته سپاري.

دا انتخابات نيتن ياهو لپاره زيات ارزښت لري ، څوک چې په څلورم ځل دوزيراعظم جوړيدو لپاره هڅې کوي اؤ هغه دصهيوهني اتحاد( زائونسټ يونين) په مقابله کې داولس ملاتړ لپاره دټولنيزو اؤ اقتصادي ستونزو پځايې دسلامتۍ معاملې دخپل پام مرکز جوړ کړى.

دگل په ورځ نيتن ياهو وئيلي وؤ هغه په يواځې داسرائيل دفاع کولى شي.

داسرائيل دليبرپارټۍ مشر اسحاق هرتزوک دامريکا په ملاتړ فلسطيني صدر محمود عباس سره دامن مذاکراتو دبحالۍ پلوي دى، دغه مذاکرات تيرکال داپريل مياشت کې دځنډ ښکار شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG