لاس رسیدونکی لینک

سوات : چاؤدنه کې درې کسان ووژل شول


راپورونه وائي دسوات دمدين په بشي گرام سيمه کې دزور محمد نومې تن کور دننه چاؤديدونکي مواد پراته وؤ کوم چې ديوې چاؤدنې سره والوتل

دپاکستان دخيبرپښتونخوا سوات سيمه کې ديوې کور دننه شوې چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وائي دسوات دمدين په بشي گرام سيمه کې دزور محمد نومې تن کور دننه چاؤديدونکي مواد پراته وؤ کوم چې ديوې چاؤدنې سره والوتل چې په نتيجه کې يې دکور مشر اؤ دوه ماشومان ووژل شول، پيښه کې يو ماشوم اؤ دوه ماشومانې ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره يو نزدې هسپتال ته وړل شوي دي.

دځپل شوې کورنۍ ترمخه ماشومانو دغه چاؤديدونکي دبهر څخه کور ته راوړي وؤ اؤ لوبې يې ورسره کولې چې په دغه مهال ناڅاپي چاؤدنه وشوه.

دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې عسکر اؤ دبمونو ناکاره کوونکي پوليس رسيدلي.

دسيلگرۍ دگڼو مقاماتو لرلو په وجه سوات ته دپاکستان سوئټزرلينډ وئيلى شي اؤ مدين هم دسوات يو مشهور دسيلگرۍ مقام دى خو دتيرو څو کلونو راهسې دترهه گرۍ دپيښو له امله سوات ته دسيلگرو په ورتگ کې ډير کمى راغلى.

XS
SM
MD
LG