لاس رسیدونکی لینک

لاهورکې په چرچونو د بريدونو په ضد مظاهرو کې يو کس وژل شوی


راپورونه وايي د قهرژنو مظاهره چيانو په شا کولو دپاره پوليسو په مظاهره چيانو اوښکې بيؤنکی گېس ، اوبه او ډنډې هم ورولي دي .

د پاکستان پنجاب صوبې سر ښار لاهور کې د اتوار په ورځ د عيسايي لږکيو په چرچونو د شوؤ ځانمرگي بريدونو په ضد د تشدد څخه ډکو مظاهرو کې يو کس وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي .

د عيسايي لږکيو لخوا په چرچونو د شوؤ بريدونو په ضد د پنجاب لويو وړو ښارونو لاهور ، فېصل اباد او گوجرانواله ، پلازمينه اسلام اباد او په ټول ملک کې قهرژنې مظاهرې شوي ، په سړکونو ټائرونو ته اوورونه اچول شوي ، سړکونه بند کړی شوي او په دغه مهال مظاهرو کې د تشدد پېښې هم رامنځته شوي دي .

د دغو مظاهرو په مهال نن د گل په ورځ لاهوراو په خصوصي توگه يوحنا اباد کې اړی گړی جوړ ؤ ، او د مظاهره چيانو او پوليسو ترمينځ نښتې هم شوي ، چې پکې د يو کس وژل کېدو او ۱۲ کسانو ژوبلېدو خبرونه مخې ته راغلي دي .

راپورونه وايي د قهرژنو مظاهره چيانو په شا کولو دپاره پوليسو په مظاهره چيانو اوښکې بيؤنکی گېس ، اوبه او ډنډې هم ورولي دي .

لاهور کې تېره ورځ د عيسايي لږکيو د زياتې ابادۍ والا علاقې يوحنا اباد کې په چرچونو ځانمرگي بريدونه شوي ؤ ، چې په نتيجه کې ۱۵ کسان وژل شوي او نن په روغتون کې د يو بل ژوبل کس مړ کېدو سره د وژل شوؤ شمېره ۱۶ ته رسېدلې ده ، او په دغې پېښه کې د ۷۰ پورې کسان ژوبل شوي وو .

د عيسايانو په چرچونو د ځانمرگو بريدونو زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې قبوله کړې ده .

راپورونه وايي گوجرانواله کې د عيسايي لږکيو د مظاهرو په مهال ۱۵ مظاهره چيان پوليسو نيولي دي ، بل لورته د تېرې ورځې راهسې په لاهورکې چلېدونکی مېټروبس سروس هم سخت اغېزمند شوی او مظاهره چيانو د مېټرو بس سروس په سړک ځينې جنگلې ماتې کړي او د ټکټونو په مرکزونو يې هم گټې ورولي دي .

د پنجاب صوبې د سرښار لاهور او نورو ښارونو په گډون د سندهـ صوبې په سر ښار کراچۍ او نورو ځايونو کې هم عيسايي لږکيو د دغو بريدونو په ضد احتجاجي مظاهرې کړي دي ، او مظاهره چيانو پاکستان کې مذهبي لږکيو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه کړې ده .

د کورنو چارو مرکزي وزيرچوهدري نثارعلي خان په چرچونو د ځانمرگو بريدونو غندنه کړې او وئيلي يي دي ، ترهگر وس اسانو هدفونو باندې حملې کوي ، هغه زياته کړې ترهگرو باندې زمکه تنگه کړی شوې او دا د هغويې د کمزورۍ دليل دی چې په چرچونو ، سکولونو او جوماتونو باندې حملې کوي .

چوهدري نثار وئيلي چې د تشدد څخه ډکې مظاهرې سرکاري املاکو ته زيان اړول او قانون په خپلو لاسو کې اخيستل د ترهگرو ايجنډې ته وده ورکوي، نوموړي وئيلي د تشدد څخه ډکو مظاهرو نه دي ډډه وکړی شي .

او د عيسايانو مشرانو هم په مظاهره چيانو د پُرامنه پاتې کېدو غږ کړی دی .

پاکستان کې له دې وړاندې هم د عيسايانو په چرچونو بريدونه شوي چې پکې په کال ۲۰۱۳م کې پېښور کې په يو چرچ باندې دوه ځانمرگو ځانونه الوزولي او په دغې پېښه کې ۸۰ کسان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو .

لاهور کې په چرچونو په شوؤ بريدونو د رومن کيتهولک عيسايانو مذهبي مشر پوپ فرانسس د خفگان او قهر اظهار کړی او پاکستان کې يې د عيسايانو په ضد کاروايانو باندې سختې اندېښنې څرگندې کړي دي .

XS
SM
MD
LG