لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې او ايران ترمينځ د مذاکراتو نوی دور


د امريکې خارجه وزير جان کېري د اتوار په ورځ وئيلي چې د معاهدې په لار کې خنډان تکنيکي نا بلکې د سياسي نوعيت دي .
د امريکې خارجه وزير جان کېري د اتوار په ورځ وئيلي چې د معاهدې په لار کې خنډان تکنيکي نا بلکې د سياسي نوعيت دي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري د خپل ايراني سيال جوادظريف سره نن بيا په سوئټزرلېنډ کې وينې ، چرته چې به دواړه مشران د اوږدې مودې راهسې د ايران د ايټمي پرواگرام په سر روانو خبرو مخ په وړاندې بوتلو هڅه کوي .

د دواړو ملکونو سفارتکارو او پوهانو د خارجه وزيرانو نه وړاندې د اتوار په ورځ د خبرو اترو پېل کړی دی ، او د دويې سره کومې معاهدې ته د رسېدو دپاره يواځې دوه اوونۍ پاتې دي د کوم په نتيجه کې چې به د ايران نه اقتصادي بندېزونه پورته کړی شي او په بدل کې به يي ايران د ايټمي پروگرام د پرامن ساتلو ضمانت ورکړي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري د اتوار په ورځ وئيلي چې د معاهدې په لار کې خنډان تکنيکي نا بلکې د سياسي نوعيت دي .

نوموړي د "سي بي اېس " ټي وي په پروگرام "فېس دې نېشن" کې ووئيل چې " دا په ډاگه ده چې د امريکې او ايران ترمينځ به د ځينو اختلافاتو پرېکړه په تکنيکي بينادونو وي ولې د زياتو اختلافاتو حل به په سياسي فېصلو وي ، د کومو نه چې به دنيا ته ثابته کړی شي چې د ايران ايټمي پروگرام د پرامن گټو دپاره دی ".

د امريکې په سېنيټ کې ريپبلکن مشر مچ ميکونل د دغو مذاکراتو په ضد يو بيان کې "سي اېن اېن" ته وئيلي چې صدراوباما تهران سره يوه "ډېره بده معاهده" کوي .

جان کېري وئيلي چې وس لا دا نه ده په ډاگه چې د۴۶ريپبلکن سېنېټرانو لخوا نه ايران ته ليکل خط به ايران سره مذاکرات اغېزمند کړي يا نا .

تېره اوونۍ دغو سېنېټرانو ايران ته خبرداری ورکړی ؤ چې راتلونکی امريکايي صدر ايران سره معاهده ماتولی شي ، ولې جان کېري دغه بيان چېلنج کړی ؤ .

ايران وايي چې هغه د ايټمي وسلې جوړولو منصوبه بندي نه کوي او ايټي پروگرام يې د بجلۍ د پېداوار او طبي څېړنو د پُرامن گټو دپاره دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG