لاس رسیدونکی لینک

هلمند: د داعش مشر وژل شوی


په دغو عملياتو کې د حافظ واحدي سره د داعش ډلې نهه نور غړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي .

د افغانستان په هلمند صوبه کې د افغان ملي اردو په عملياتو کې د داعش د وژل شوي مشر ملا عبدالرؤف خادم په ځايې جوړ شوی بل مشر وژل شوی دی .

د افغانستان د ملي دفاع د وزارت لخوا وئيل شوي چې دغه عمليات د اتوار په ورځ سحر د هلمند صوبې په سنگين ضلع کې ترسره شوي اود داعش ځايي مشر حافظ واحدي پکې وژل شوی دی .

د ملي دفاع د وزارت لخوا مطبوعاتو ته په جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې حافظ واحدي د داعش د پخواني وژل شوي مشر ملاعبدالرؤف خادم وراره ؤ ، او د تره د وژل کېدو هغه د داعش مشر جوړ شوی ؤ .

د بيان ترمخه په دغو عملياتو کې د حافظ واحدي سره د داعش ډلې نهه نور غړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي .

د حافظ واحدي تره ملا عبدالرؤف چې د طالبانو قوماندان پاتې شوی ؤ ، څه موده وړاندې د طالبانو نه ځانله شوی او د داعش ډلې سره يو ځايې شوی او بيا تېره مياشت په هلمند کې د امريکايي ډرون په بريد کې وژل شوی ؤ .

او د ملا عبدالرؤف د وژل کېدو حافظ واحدي د هغه په ځايې د داعش مشر ټاکل شوی ؤ .

XS
SM
MD
LG