لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: د چرچ مخې ته چاؤدنو کې ۱۴کسان وژل شوي


راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې په چرچونو ځانمرگي بريدونه شوي دي .
راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې په چرچونو ځانمرگي بريدونه شوي دي .

د پاکستان پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې نن د اتوار په ورځ د يو چرچ سره نزدې دوه چاؤدنې شوي چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او د ۷۰ پورې نور ژوبل شوي دي .

د ابتدايي خبرونو ترمخه دغه چاؤدنې د لاهور د عيسايي لږکيو د زياتې ابادۍ والا علاقې يوحنا اباد کې په دوه چرچونو کيتهولک چرچ او کرائسټ چرچ سره نزدې شوي دي، او په دغو چرچونو کې د اتوار په ورځ ډېره گڼه وي .

راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې دا دوه ځانمرگي بريدونه شوي دي . او د لاهور د جنرل روغتون چارواکو د ۱۴ کسانو د وژنې پخلی کړی دی .

د روغتون د چارواکو په وينا ژوبلو کې د يو شمېر روغتيايي حالت مرگونی دی .

د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د چاؤدنو زمه واري په غاړه اخيستې ده .

راپورونه وايي د چاؤدنو په ځايي خلکو دوه مشکوک کسان نيولي دي او وهلي ټکولي دي .

بل لور ته د لاهور په مختلفو علاقو کې د عيسايي لږکيو سره تعلق لرونکو کسانو د دغو چاؤدنو په ضد مظاهرې هم کړي دي .

وزيراعظم نوازشريف د چاؤدنو غندنه کړې او صوبايي حکومت ته يې د کلکو امنيتي گامونو پورته کولو هدايات ورکړي دي .

پاکستان کې له دې وړاندې هم د عيسايي لږکيو په عبادت خانو باندې بريدونه شوي ، چې پکې غټ بريد په کال ۲۰۱۳م کې پېښور کې په سېنټ چرچ باندې دوه ځانمرگو بريدونو ځانونه الوزولي او په دغې پېښه کې ۸۰ کسان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG