لاس رسیدونکی لینک

ورلډکپ : پاکستان - ائرلېنډته ماتې ورکړه او کوارټرفائنل ته ورسېد


پاکستان به د جمعې په ورځ د مارچ په ۲۰م نېټه کوارټر فائنل کې د اسټريليا سره مخامخ کيږي .

د ورلډکپ په روانو مقابلو کې پاکستان په اووه وکټو ائرلېنډ ماتې ورکړه ، او کوارټر فائنل ته ورسېدو . پاکستان به د جمعې په ورځ د مارچ په ۲۰م نېټه کوارټر فائنل کې د اسټريليا سره مخامخ کيږي .

د اسټريليا په ايډيليډ ښار کې ترسره شوي دغې مېچ کې ائرلېنډ ـ پاکستان ته د ۲۳۸ رنزونو هدف ورکړی ؤ.

پاکستان د سرفرازاحمد د سنچرۍ سره په درې وکټو په اسانۍ دغه مېچ وگټو ، او سرفرازاحمد د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو .

د پاکستان په نورو لوبغاړو کې احمدشهزاد ۶۳ ، مصباح الحق ۳۹ او عمراکمل ۲۰ رنزونه جوړ کړل .

د ائرلېنډ ايلکس او سټارټ يو يو وکټ واخستو .

پاکستان کوارټر فائنل ورسېد او ائرلېنډ د ټورنامنټ نه بهر شو .

د دغې مېچ ټاس د ائرلېنډ کپتان اولسن گټلی او لمړی يې بيټنگ اخيستی ؤ.

د ائرلېنډ لخوا په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د پوټرفيلډ د ۱۰۷ رنزونو جوړولو سره په ۱۰ واړو لوبغاړو اؤټ کېدو ۲۳۷ رنزونه جوړ کړل شوي ، او پاکستان ته يې د گټې دپاره د ۲۳۸ رنزونو هدف ورکړی ؤ .

د پاکستان لخوا وهاب رياض درې ، سهېل خان او راحت علي دوه دوه وکټې اخيستې وې .

د پاکستان په ټيم کې نن د محمدعرفان او يونس خان په ځايې احسان عادل او حارث سهېل شامل کړی شوي دي .

په پول بي کې د دواړو ټيمونو دا شپږم مېچ ؤ .

پاکستان له دې وړاندې زمبابوی ، متحده عرب اماراتو او جنوبي افريقې ته ماتې ورکړې ، د هند او ويسټ انډيز نه يې ماتې خوړلې وه .

ائرلېنډ د پول په شپږو مېچونو کې په درېو کې ويسټ انډيز، متحده عرب امارات او زمبابوی ته ماتې ورکړې ، او د جنوبي افريقې ، هند او نن يې د پاکستان نه ماتې وخوړه .

XS
SM
MD
LG