د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي ، چې دا خبره لا نه ده په ډاگه چې امريکا او اتحاديان يې ايران سره د ايټمي معاهدې په سر د مارچ اخرې پورې کومې معاهدې ته ورسي .
دغه خبره نوموړي د خالې په ورځ مصر کې يوې نړېوالې کاروبارې غونډې ته په وينا کې کړې ده ، او وئيلي يي دي چې د خبرو اترو مقصد يواځې معاهدې ته رسېدل نا بلکې غوره معاهدې ته رسېدل دي .
رسنيو سره خبرو کې نوموړي وئيلي ، زه تاسو ته دا نه شم وئيلی چې مونږ کومې معاهدې ته رسېدی شو يا ورته نزدې شوي يو .
د هغه په وينا د خبرو اترو په عمل کې پرمختگ شوی دی ولې وس هم لا خلا موجوده ده ، هغه وئيلي په دغې لړ کې مونږ د ايران څخه د مهمو فېصلو هيله لرو، چې مونږ مخ په وړاندې لاړ شو .
کېري وئيلي چې يو مشکل جوړېدی شي ، او هغه دا چې د امريکې ۴۷ سېنېټرانو د ايران مشرانو ته په لېږلي خط کې خبرداری ورکړی چې په راتلونکې کې د امريکې صدر څه وخت هم دغه معاهده ماتولی شي ، ولې نوموړي دغه خط غېرزمه دار او ناسم بللی دی .
امريکا او پينځه نور نړيوال قوتونه برطانيه ، چين ، فرانس ، روس او جرمني نن د اتوار په ورځ سوئزرلېنډ کې د ايران سره د خبرو اترو بيا پېل کوي .
جان کېري له دې وړاندې وئيلي ؤ چې کانگرس ته دا احتيار نه دی حاصل ، چې هغه د ملکونو د مشرانو ترمينځ کېدونکې معاهدې بدلې کړي ، او د ريپبلکن خط يې غېرزمه دار گرځولی دی .