لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د اېم کيواېم غړو د بلديه ټاؤن کارخانې ته اوور اچولی ؤ


د راپورونو ترمخه عمېرصديقي تېره مياشت د اېم کيواېم مرکز نائن زيرو په موقعيت لرونکې علاقه عزيزاباد کې نيول شوی ؤ .
د راپورونو ترمخه عمېرصديقي تېره مياشت د اېم کيواېم مرکز نائن زيرو په موقعيت لرونکې علاقه عزيزاباد کې نيول شوی ؤ .

د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې رېنجر ځواکونو د متحده قامي مومنټ (اېم کيواېم) ډلې نيولی غړی عمېرصديقي د ترهگرۍ د مخنيوي عدالت ته وړاندې کړی او نوموړي وئيلي ، چې په بلديه ټاؤن کې د جامو کارخانې ته اوورد اېم کيواېم د بلديه سېکټرانچارج رحمان بهولا سره د ملگرو اچولی ؤ ، او عمېر صديقي د ۱۲۰ کسانو په هدفي وژنو کې ککړ دی .

د رېنجرچارواکو لخوا مطبوعاتو ته په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې د اېم کيواېم بدنام زمانه هدفي وژنکي عمېرصديقي د هدفي وژونکو يو ټيم جوړکړی چې پکې د اېم کيواېم د مختلفو يونټو نه ۲۳ هدفي وژونکي شامل ؤ ، او دغې ټيم د اېم کيواېم ۱۲۰ مخالفين وژلي دي .

نيول شوي ملزم د تفتيش په مهال د ۱۲۰ کسانو د وژنې سره دا اعتراف هم کړی دی ، چې بلديه ټاؤن کې د جامو کارخانې ته د بلديه ټاؤن د اېم کيواېم سېکټرانچارج رحمان بهولا او د هغه ملگرو اوور اچولی ؤ .

بلديه ټاؤن کې د جامو په کارخانه (علي انټرپرائزز) کې په کال ۲۰۱۲م د ستمبر د مياشتې په ۱۱م نېټه اور لگېدلی ؤ ، چې په نتيجه کې يې کارخانه کې ۲۵۹ کسان د اورلگېدو له امله وژل شوي وو .

د راپورونو ترمخه عمېرصديقي تېره مياشت د اېم کيواېم مرکز نائن زيرو په موقعيت لرونکې علاقه عزيزاباد کې نيول شوی ؤ ، او عدالت نن رېنجرو ته د پلټنو په لړ کې د ۹۰ ورځو دپاره رېنجرو ته حواله کړی دی ..

تېره مياشت د رېنجرځواکونو لخوا سندهـ هائيکورټ ته د بلديه ټاؤن د کارخانې د اورلگېدو په اړه د قانون نافذؤنکو ادارو لخوا گډ جوړ شوی رپورټ وړاندې کړی شوی ؤ ، او په دغې رپورټ کې هم وئيل شوي ؤ چې د اېم کيواېم ډلې يو نيول شوي غړي رضوان قرېشي دغه خبره کړې وه چې د اېم کيواېم غړو د قلنگ نه ورکولو په سر کارخانې ته اوور اچولی ؤ .

د رېنجر ځواکونو په تازه بيان کې وئيل شوي ، چې نيول شوي عمېرصديقي د پلټنو په مهال وئيلي چې د اېم کيواېم د کراچۍ تنظيمي کمېټۍ مشرحماد صديقي ورته د وژونکي ټيم جوړولو امر کړی ؤ ، او دغې ټيم د رېنجرو د يو افسر لانس نائيک شوکت سره نه يواځې د اېم کيواېم مخالفين بلکي د دغې ډلې خپل کارکنان هم وژلي دي .

عمېرزياته کړې چې په کال ۲۰۰۸م کې ورته د اېم کيواېم ډپټي کنوينئر انيس قائم خاني په يوه غونډه کې په لساني بنيادونو د وژنو زياتولو هدايات ورکړي ؤ ، او د اېم کيواېم وسله والې څانگې دپاره به په کوئټه کې د وسلې د يو سوداگرنه وسله اخيستل کېده . هغه ووئيلي تېره مياشت د اېم کيواېم لخوا د سېکټرو مشرانو ته وئيل شوي چې د چهاپو له ويرې د سېکټرو نه اضافي وسله نائن زيرو ته راجمع کړي او دغه وسله به په اېمبولنسو کې راوړل کېدله .

د رېنجرو د بيان ترمخه ملزم دا هم وئيلي چې د نائن زيرو نه چاپېره د ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ پورې هدفي وژونکي پټ دي ، او په تېرو ټولټاکنو کې يې د اېم کيواېم لخوا د درغلۍ کولو انکشاف هم کړی دی .

د اېم کيواېم مشر الطاف حسېن وئيلي ، عمېرصديقي نه پېژني او زياته کړې يې ده چې رېنجر د اېم کيواېم د غړو نه په وهلو ټکولو او زور خبرې اوباسي .

رېنجر ځواکونو د شورو په ورځ د اېم کيواېم په مرکز نائن زيرو چهاپه وهلې او د يو شمېر مشکوک کسانو د نيولو سره يې د دغې ځايې نه وسله ترلاسه کړې وه ، په نيول شوؤ کسانو کې تراوسه پورې ۵۸ ملزمان د ترهگرۍ د مخنيوي عدالت ته وړاندې کړی شوي ، چې پکې ۳۲ د ۹۰ ورځو دپاره رېنجرو ته د پلټنو او ۲۶ نور په کېسونو کې مطلوب پوليس ته حواله کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG