لاس رسیدونکی لینک

داعش پاکستان لپاره خطره نۀ ده، دپيښور کورکمانډر


جنرل هدايت دا خيال رد کړو چې گنې دغه ترهه گريزه ډله داعش په خاموشۍ سره هيواد کې خوريږي اؤ وې وئيل چې صورتحال دپوځ اؤ امنيتي ځواکونو په لاس کې دى.

دپيښور کورکمانډر ليفټننټ جنرل هدايت الرحمان وئيلي دي په مينځني ختيز کې فعالې ډلې داعش پاکستان ته گواښ نۀ دى څيلمه کړى.

دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب خان عباسي سره يوځايې خبريالانو سره خبرو کې جنرل هدايت الرحمان وويل” زمونږ لپاره دا يواځې دنوم بدلون دى اؤ پاکستان لپاره دپريشانۍ هيڅ ضرورت نشته، طالبانو کې اوس مهال گڼ نقصونه دي کوم چې دداعش برخه جوړيږي، خو مونږ دحالاتو څخه ډير ښه خبر يو اؤ دهغې په موثره توگه دمخنيوي جوگه يو“

جنرل هدايت دا خيال رد کړو چې گنې دغه ترهه گريزه ډله داعش په خاموشۍ سره هيواد کې خوريږي اؤ وې وئيل چې صورتحال دپوځ اؤ امنيتي ځواکونو په لاس کې دى.

هغه وويل چې امنيتي ځواکونو دتيرو دولسو کلونو راهسې دطالبانو خلاف په جگړه بوخت دي اؤ داعش دټي ټي پي نه مختلفه ډله نۀ ده.

کورکمانډر وويل چې داولس په مرسته دترهه گرو ځالې تباه کړل شوي اؤ طالبانو ته به چرته دپټيدو اجازت ورنۀ کړل شي.

جنرل هدايت انکشاف وکړو چې پوځ په شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو ترڅنگ په گڼو نورو کارروائيو کې هم بوخت دى.

دقومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز اؤ دداخله وزير چوهدري نثار علي خان په گډون پاکستاني چارواکي پاکستان کې دداعش دوجود څخه انکاري دي خو دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې دتيرې څه مودې راهسې دداعش په نوم دپمفلټونو دويشل کيدو، په ديوالونو ددغه تندروه ډلې په حق کې دليکلو کيدو اؤ لاهور څخه ددغه ډلې کارکوونکي هم نيول شوي وؤ.

ددې ترڅنگ دپاکستاني طالبانو ځينو ډلو هم دداعش دوفادارۍ اعلان کړى اؤ اوس اوس دبلوچستان دصوبائي حکومت له لوري وفاقي حکومت اؤ قانون نافذونکو ادارو ته ليږل شوي يو خفيه راپور کې هيواد کې دداعش دمخ په زياتيدونکو هلو ځلو په ضد خبردارى ورکړل شوى ؤ.

دغه راپور کې وئيل شوي وؤ چې تندروه ډلې داعش دخيبرپښتونخوا دهنگو ضلعې اؤ قبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ څخه د١٠ؤ زرو څخه نيولې تر ١٢ؤ زرو پورې کسان بهرتي کړي دي.

دغه راپور کې دا هم وئيل شوي وؤ چې داعش په شمالي وزيرستان کې دضرب عضب اپريشن په ردعمل کې خيبرپښتونخوا صوبه کې په پوځي تنصيباتو اؤ حکومتي ودانو دحملو منصوبه لري.

XS
SM
MD
LG