لاس رسیدونکی لینک

دافغان جگړې موسم رالنډيږي خو دامن خبرو نخښې نشته


دامن مذاکراتو دامکاناتو په اړه شکمن صورتحال انديښنې پيدا کړي چې دغه هيواد به يو بل دجگړو څخه ډک کال هم وويني ، دا په داسې حال کې ده دسپرلي روايتي افغان جگړه هم پيل کيدونکې ده.

اوسنو ورځو کې دافغان چارواکواؤ طالبانو له لوري دورکړل شوؤ متضادو بيانونو په نتيجه کې جگړه ځپلي هيواد افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي په اړه لانجمن صورتحال کې نوره اضافه هم شوې ده.

دامن مذاکراتو دامکاناتو په اړه شکمن صورتحال انديښنې پيدا کړي چې دغه هيواد به يو بل دجگړو څخه ډک کال هم وويني ، دا په داسې حال کې ده دسپرلي روايتي افغان جگړه هم پيل کيدونکې ده.

افغانستان اؤ گاونډي هيواد پاکستان، چرته چې باور کيږي طالب مشران پټ دي، چارواکو پخپلو اوسنو بيانونو کې په ډاگه کړې چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ خبرې دمارچ مياشت کې پيل کيدى شي.

دتيرې مياشتې راهسې طالبان افغان چارواکو سره درابطو په اړه دچارواکو له لوري دشوؤ دعوؤ ترديد کړى، تيره مياشت داسې اطلاعات مخې ته راغلي وؤ چې طالبان کابل سره خبرو ته اماده دي اؤ پاکستان په دغو خبرو اترو کې داسانتيا ورکولو لپاره کردار لوبوي، داسې راپورونه هم مخې ته راغلي چې دطالبانو يو هيئت په اوسنو ورځو کې پاکستاني چارواکو اؤ دچين ډيپلوماټانو سره دخفيه خبرو اترو لپاره داسلام اباد دوره کړې اؤ په دغه په مهال په دې اړه خبرې اترې شوي چې بايد دامن عمل څنگه مخ په وړاندې بوتلل شي.

دجمعې په ورځ طالبانو يوځل بيا کابل سره دخپلو رابطو په اړه” بې اساسه جگړه ايزه پروپيگنډه“ رد کړې اؤ وئيلي يې دي چې دقطر په سياسي دفتر کې دهغوي کوم استازي افغانستان سره دخبرو اترو لړ کې دکوم هيواد دوره نۀ ده کړې.

دافغانستان صدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله په هاغو افغان چارواکو کې شامل دي چې طالبانو سره يې دامن خبرو اترو دشروع کولو په هڅو په ډاگه بحث کړى اؤ دغه شان يوتازه بيان دزيارت په ورځ داصلاحاتو اؤ غوره واکمنۍ په اړه داشرف غني دځانگړي استازي احمد ضياء مسعود له لوري مخې ته راغلى.

هغه وئيلي دي چې طالبانو دامن خبرو اترو لپاره په ميز دکښيناستو لپاره امادگي څرگنده کړې اؤ افغان حکومت هم دمذاکراتو لپاره تيار دى، مسعود دا هم وئيلي دي چې دې هڅو کې پرمختگ راتلونکې مياشتې پورې توقعو لري.

څو ورځې وړاندې دگاونډي هيواد پاکستان دخارجه سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز وئيلي وؤ چې دافغان امن اؤ جوړجاړي دعمل لړ کې هڅې پرمختگ کوي، سرتاج عزيز دغه څرگندونې اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال کړې وې خو دې لړ کې يې دنورو تفصيلاتو ورکولو څخه ډډه کړې وه.

خو طالبانو دجمعې په ورځ خپل دا دريځ بيا تکرار کړى چې افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو په مکمل ډول دوتلو پورې به هغوي کابل سره هيڅ قسمه خبرې نۀ کوي

ټاکل شوې ده اشرف غني اؤ ډاکټر عبدالله به روانه مياشت کې دامريکا صدر براک اوباما سره خبرو اترو لپاره دامريکا دوره کوي، دزيارت په ورځ صدربراک اوباما اشرف غني اؤ ډاکټر عبدالله سره په ټيليفون رابطه کړې وه اؤ پاکستان سره داړيکو دښه کولو په اړه يې دهغوي ستائينه کړې وه.

XS
SM
MD
LG