لاس رسیدونکی لینک

دداعش په ضد جگړه کاميابۍ سره روانه ده،برينن


نيويارک کې” کونسل اف فارن ريليشنز“ ته دوينا په مهال دسي ائي اى مشر وويل تندلاري منظم اؤ جگړه ييز جنگيالي دي اؤ هغوي مخه شپه په شپه نۀ شي نيول کيدى.

دامريکائي سنټرل انټلي جنس ايجنسۍ( سي ائي اى) مشر جان برينن وئيلي دي چې تندروه ډله داعش په پوره ډول وسله واله اؤ په مالي توگه باثباته ده خو داسې نۀ ده چې گنې ورته ماتې نۀ شي ورکړل کيدى.

نيويارک کې” کونسل اف فارن ريليشنز“ ته دوينا په مهال دسي ائي اى مشر وويل تندلاري منظم اؤ جگړه ييز جنگيالي دي اؤ هغوي مخه شپه په شپه نۀ شي نيول کيدى.

خو دهغه په قول دامريکا په مشرۍ دائتلافي دائتلافي ځواکونو حملو دهغوي قوت کم کړى اؤ ددې خبرې واضحه شواهد ترلاسه شوي چې دطاقت سرچينه اغيزمنه شوې ده، هغوي ته چې کوم زيان رسيدلى ددې له امله عراق اؤ شام کې دکاميابو داهليت په اړه دهغوي عکس ته ضربه رسيدلې ده، دهغوي ترمينځ دډله بندۍ خبرونه هم مخې ته راغلي، دکنټرول قائم ساتلو اؤ دانتظامي معاملو چلولو لپاره ضروري وسيلو کې کمى رامينځته شوى.

عراق کې سرکاري پوځيانو په لويه پيمانه دتکريت سيمې دواپس اخستو لپاره کارروائي کوي اؤ داطلاعاتو ترمخه ددولت اسلاميه جنگيالي په ځمکه شوې قبضه بائيلي.

بغداد کې چارواکي اوس هم باوري دي چې هغوي به ياد شوى ښار په مکمل ډول دداعش دقبضې څخه ازادوي.

خواؤشا 30,000 عراقي پوځيانو اؤ ايران پلوه شيعه جنگيالو ښار محاصره کړى اؤ گڼې سيمې يې ترې بيرته اخستي دي خو دداعش حمله کوونکو اؤ ځمکه کې پټو بارودي سرنگونو دهغوي رفتار په مزه کړى، دجمعې په ورځ يوه خودکش حمله کې دشپږو عراقي پوځيانو دوژل کيدو اطلاعات هم دي.

تکريت دپخواني امر صدام حسين پلرنى ښار دى کوم چې دبغداد څخه يواحې د١٤٠ کلو ميټرو په فاصله موقعيت لري اؤ دجنگي تگلارې لاندې زيات ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG