لاس رسیدونکی لینک

پاکستان دملک دننه دتيار کړل شوي”ډرون“ کاميابه تجربه وکړه


جنرل راحيل شريف دا يوه مهمه کاميابي گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې دغه توان به دترهه گرۍ په ضد عسکري قوت کې داضافې سبب جوړيږي.

پاکستان دهيواد دننه دتيار کړل شوې”براق“ نومې ډرون الوتکې اؤ دبراق ليزر گائيډډ ميزائيل کاميابه تجربه کړې ده.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) وياند ميجر جنرل عاصم باجوه په ټوئټر جاري کړو پيغامونو کې دکامابې تجربې اعلان کړى اؤ وئيلي يې دي چې دډرون څخه داغل شوي گائيډډ ميزائيل په کاميابۍ سره خپل هدف په نخښه کړى اؤ دډرون ددغه تجربې په مهال دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم موجود ؤ.

جنرل راحيل شريف دا يوه مهمه کاميابي گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې دغه توان به دترهه گرۍ په ضد عسکري قوت کې داضافې سبب جوړيږي.

دبيان ترمخه دډرون اؤ ليزرگائيډډ ميزائيل څخه ولاړ اؤ روان هدفونه بيخي سم په نخښه کړى شول.

په ډاگه دې وي چې تر دې مهاله دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمو کې دامريکائي ډرون حملو څخه ترهه گرو ځالې په نخښه کړل شوي.

دپاکستان پوځ پخپله په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دمقامي اؤ غيرملکي ورانکارو په ضد په عملياتو بوخت دى اؤ ددغو عملياتو په مهال هم په گڼو موقعو دميډيا راپورونو ترمخه امريکائي ډرون حملې ترسره شوي.

له دې وړاندې پاکستان که يو اړخ ته امريکا څخه پخپله خاوره دډرون حملو داودرولو غوښتنه نو بل اړخ ته امريکا څخه دا هم غوښتي چې دډرون ټيکنالوجي دې پاکستان ته وسپاري اؤ بيا به پاکستان پخپله قبائيلي سيمو کې پټ ترهه گرو ددغو ډرون الوتکو له لارې په نخښه کړي.

څيړونکي وائي دهيواد دننه دډرون اؤ ليزر گائيډډ ميزائيل ټيکنالوجۍ ترلاسه کولو څخه وروستو هيله ده چې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دترهه گرو په ضد روانو کارروائيو ته به نوره مرسته هم ترلاسه شي.

XS
SM
MD
LG