لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه : دپوځ لخوا فضائي حملو کې د٤٨ؤ جنگيالو دوژلو دعوه


 دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دجمعې په ورځ فضائي کارروائيو کې لرې پرته سيمه تيراه کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړل شوي دي.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دجمعې په ورځ فضائي کارروائيو کې لرې پرته سيمه تيراه کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړل شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په شکمنو ځالو شوؤ فضائي حملو کې ٤٨ جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دجمعې په ورځ فضائي کارروائيو کې لرې پرته سيمه تيراه کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړل شوي دي.

قبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغه کارروايۍ اؤ پکې داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نه شي کيدى.

دپاکستان پوځ خيبرايجنسۍ کې دتيرکال داکتوبر دمياشتې راهسې عمليات پيل کړي اؤ ددغه قپائيلي سيمې په مختلفو برخو دجنگي الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه وخت په وخت گوله باري اؤ بمباري کوي.

دخيبرايجنسۍ ترڅنگ دپاکستان پوځ تيرکال دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې هم دمقامي اؤ غيرملکي جنگياليو په ضد عمليات پيل کړي اؤ په دغو دواړو قبائيلي سيمو کې پوځ وروستو له هغې چټکتيا راوستې چې تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژنې ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه واخسته.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ په عملياتو کې يې د٢٠٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر

وژلي خو سيمې پوې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله ددغه پوځي دعوې پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG