لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهه گرو ته به دپټيدو ځايې نۀ ميلاويږي،جنرل راحيل


 Army & Air Chiefs Visit North Waziristan
Army & Air Chiefs Visit North Waziristan

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي چې ترهه گرو ته به دپټيدو ځايې نۀ ميلاويږي اؤ په هغوي به هر هاغه ځايې کې وار کولى شي چرته چې موندل کيږي.

دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دغه څرگندونې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان ايجنسۍ ددورې په مهال کړي دي، دپوځ سرلښکر اؤ ائيرچيف مارشل طاهر بټ دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو ضرب عضب جاج اخستى.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) دوياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه لخوا په ټوئټر دجاري کړل شوؤ پيغامونو ترمخه دواړه پوځي مشران عملياتو کې تر دې مهاله دشوي پرمختگ اؤ راتلونکي کې سيمې څخه دټولو ترهه گرو دپاکولو دپلان څخه خبر کړل شوي. هغوي سيمه کې په جگړه دبوختو عسکرو سره هم ليدنه کړې ده.

دواړو پوځي مشرانو دترهه گرۍ دخاتمې په اړه خپله ژمنه تکرار کړې اؤ وئيلي يې دي چې دکار پايې ته درسيدو پورې به عمليات روان وي.

دپاکستان پوځ تير کال په ١٥م جون يوه اوونۍ وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان ووژل شول اؤ دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن تړون لپاره روانې خبرې اترې ناکامې شوې.

پوځ په دغو عملياتو کې د ٢٠٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه قبائيلي سيمو کې روانو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ شي کيدى

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دپاکستان پوځ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې خپلو روانو عملياتو کې چټکتيا راوستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG