لاس رسیدونکی لینک

پاکستان : ددريوؤ کسانو قتل کې ککړ مجرم تيزندي کړل شو


محمد صديق يو ريټائرډ پوځي ؤ هغه ١١ کاله دمخه کماليه کې دتهيټر شو په مهال درې کسان وژلي وؤ.

دپاکستان دپنجاب صوبې د ټوبه ټيک سنگهـ په ډسټرکټ جيل کې ددريوؤ کسانو په قتل کې ککړ يو مجرم محمد صديق تيزندي کړل شوى دى.

محمد صديق يو ريټائرډ پوځي ؤ هغه ١١ کاله دمخه کماليه کې دتهيټر شو په مهال درې کسان وژلي وؤ.

دفيصل اباد دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړې محکمې جج چوهدري محمد يوسف اوجله دجرم په ثابتيدو په ١٦مه مئ، کال ٢٠٠٥م کې محمد صديق ته شپږ ځله دمرگ سزا اورولې وه.

ددغه عدالتي پريکړې په ضد دمجرم لخوا دلاهورهائيکورټ اؤ سپريم کورټ کې داخل کړل شوي اپيلونه خارج کړل شوي وؤ اؤ دپاکستان صدر هم دهغه درحم اپيل رد کړى ؤ چې له دې وروستو په ١٢م مارچ دهغه دتيزندي کولو لپاره ډيتهـ وارنټ جاري کړل شوى ؤ.

دسيمې دمجسټريټ په گډون دگڼو چارواکو په موجودگي کې نن سحر پينځه نيمه بجې مجرم محمد صديق تيزندي کړل شوى اؤ دجيل چارواکو دتيزندي کولو څخه دمخه دهغه دکورنۍ غړو هغه سره دليدنې اجازه هم ورکړې وه.

پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول تيرکال په ١٦م دسمبر دطالبانو لخوا حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دوزيراعظم نواز شريف دمرگ په سزا دعمل درامد دبحالۍ وروستو تر دې مهاله دپاکستان مختلفو جيلونو کې ٢٥ کسان تيزندي کړل شوي دي.

دبشري حقونو ډلې، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان کې دمرگ په سزا دعمل درامد په بحالۍ دافسوس څرگندونه کړې اؤ په حکومت يې ددې داودرولوغږ کړى خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې دا مهال هيواد دځانگړو حالاتو سره مخ دى اؤ دځانگړو حالاتو مقابلې لپاره ځانگړو گامونو ته اړتيا ده.

XS
SM
MD
LG