لاس رسیدونکی لینک

پيښور: په چيک پوسټ حمله، دبريد کوونکي په گډون دوه کسان وژل شوي


پوليس وائي چې حمله کوونکى هم دامنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوى اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې په امنيتي پوسته حمله کوونکى اؤ يو لاروى وژل شوي اؤ دډزو پيښه کې ديو عسکر په گډون ٧ کسان ژوبل شوي دي.

سرچينې وائي دپيښور دگورا قبرستان سيمې سره نزدې يو پيدل حمله کوونکي په پوسته حمله وکړه اؤ په دغه مهال په يو گاډي کې ناست کسان هم په ډزو ولگيدل چې په نتيجه کې يې يو تن هسپتال ته درسول کيدو په مهال ساه ورکړه.

پوليس وائي چې حمله کوونکى هم دامنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوى اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.

پوليسو دشکمن حمله کوونکي مړى ولقه کې اخستى اؤ هغه څخه يې تمانچه لاسته راوړې ده، دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې دقانو نافذونکو ادارو عسکر رسيدلي دي.

پيښور کې په امنيتي پوسته دغه حمله په داسې حال کې شوې چې ورسره پيوست قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ اؤدافغان پولې ترڅنگ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتيرکال راهسې دتندلارو په ضد دپوځ لخوا عمليات روان دي اؤ دغو عملياتو کې تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو چټکتيا راوستل شوې.

په ١٣مه فرورۍ پيښور کې په يو جومات هم حمله شوې وه چې پکې ٢٢ کسان وژل شوي وؤ.

تيره ورځ دخيبرپښتونخوا دصوابۍ په شيوه کلي کې هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې درې جنگيالي اؤ يو پوليس وژل شوى ؤ.

XS
SM
MD
LG