لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ : نښته کې يو عسکر اؤ درې جنگيالي وژل شوي


 دصوابۍ ضلعي پوليس افسر سجاد خان وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې ورته اطلاع ترلاسه شوې وه چې ترهه گر په يو کور کې پټ شوي دي
دصوابۍ ضلعي پوليس افسر سجاد خان وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې ورته اطلاع ترلاسه شوې وه چې ترهه گر په يو کور کې پټ شوي دي

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ سيمه کې ديوې نښتې په مهال درې شکمن جنگيالي اؤ يو پوليس عسکر وژل شوى دى.

دپوليس چارواکو ترمخه دصوابۍ په شيوه کلي کې دترهه گرو دموجودگۍ په اطلاع کارروايۍ لپاره دتلونکو پوليس عسکرو اؤ تندلارو ترمينځ نښته شوې ده.

دصوابۍ ضلعي پوليس افسر سجاد خان وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې ورته اطلاع ترلاسه شوې وه چې ترهه گر په يو کور کې پټ شوي دي چې له دې وروستو هلته پوليس وليږل شول اؤ هغوي سره دترهه گرو نښته پيل شوه.

کله چې زمونږ ځينې کسان زخمي شول نو دپيښور اؤ مردان نه نوره نفري راووغوښتل شوه، درې ترهه گر دې کې ووژل شول، زمونږ يو ځوان دې کې وژل شوى اؤ نهه ژوبل شوي دي

دمقامي خلکو اؤ پوليسو ترمخه دډزو تبادله تر څو گينټو روانه وه.

کالعدم تحريک طالبان پاکستان ميډيا ته ليږل شوي يو پيغام کې وئيلي دي چې وژل شوؤ کې دهغوي ملگرى سلمان عرف ساجد اؤ بلال عرف ارشد شامل دي.

صوابۍ ضلع کې له دې وړاندې هم دپوليسو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو خبرونه مخې ته راغلي دي، دتحريک طالبان مرستيال مشر شيخ خالد حقاني هم دصوابۍ سره تعلق لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG