لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې به امن باوري کوؤ،جنرل راحيل


دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دنهې په ورځ دپاکستان ملټري اکيډيمۍ( پي ايم اى) کاکول دوره کړې اؤکيډانو ته يې وينا کړې ده.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هيواد څخه دترهه گرۍ دختمولو ژمنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې پوځ به هيواد کې دقوم په ملاتړ امن اؤ سلامتي باوري کوي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دنهې په ورځ دپاکستان ملټري اکيډيمۍ( پي ايم اى) کاکول دوره کړې اؤکيډانو ته يې وينا کړې ده.

جنرل راحيل په دغه موقع وويل چې پوځي اکيډيمي کاکول يوه مهمه اداره اؤ دعسکري قيادت تربيت گاه ده، دپوځ سرلښکر شمالي وزيرستان کې په روانو عملياتو ضرب عضب کې دپوځي قيادت کردار وستائيلو اؤ ژمنه يې وکړه چې دپاکستان پوځ به هيواد څخه دترهه گرۍ خاتمه باوري کوي اؤ دقوم په ملاتړ به امن ټينگوي.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دپاکستان پوځ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې خپلو روانو عملياتو کې چټکتيا راوستې.

په دغو عملياتو کې پوځ د٢٠٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه قبائيلي سيمو کې روانو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ شي کيدى

XS
SM
MD
LG