لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ :پوليس مقابله کې د ټي ټي پي څلور وسله وال وژل شوي


د پوليس چارواکو په وينا په عملياتو کې د ټي ټي پي د خان سجنا گروپ د کراچۍ مشر طارق خان غرف چوټا الياس ، د هغه نائب رحمان الدين عرف لالا ، امجدخان او سرداررب وژل شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا په عملياتو کې د ټي ټي پي د خان سجنا گروپ د کراچۍ مشر طارق خان غرف چوټا الياس ، د هغه نائب رحمان الدين عرف لالا ، امجدخان او سرداررب وژل شوي دي .

د پاکستان ستر صنعتي ښار کراچۍ پوليس وايي ، د پوليس او رينجرو په يوه مقابله کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د کراچۍ د مشر په گډون څلور وسله وال وژل شوي دي .

د پوليسو په وينا دغه پېښه د ښار په سرجاني ټاؤن سيمه کې تېره شپه رامنځته شوې ده ، پوليس او رېنجرو د سرجاني په سېکټر نمبر۱۰م کې عمليات کړي او د ټي ټي پي غړي په مقابله کې وژل شوي دي .

د سرجاني پوليس سټېشن يو چارواکي ديدارعلي د پېښې په اړه وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د ټي ټي پي په وژل شوؤ وسله والو کې د دويې ځايي مشر هم شامل دی ، او د دويې د قبضې نه خودکش جېکټې او نوره وسله ترلاسه کړی شوې ده .

د پوليس چارواکو په وينا په عملياتو کې د ټي ټي پي د خان سجنا گروپ د کراچۍ مشر طارق خان غرف چوټا الياس ، د هغه نائب رحمان الدين عرف لالا ، امجدخان او سرداررب وژل شوي دي .

د ښار د غربي سيمې د پوليس مشر غلام اظفرمحسر په وينا ، پوليس د پټو مالوماتو په خبر هلته چهاپه ووهله او وسله والو د منگهوپير تهاڼې د الوزولو په گډون په پينځه ؤ مهمو ځايونو او کسانو د حملې پلاننگ جوړولو .

د پوليس او رېنجر چارواکو په وينا په دغې مقابله کې يو پوليس او دوه رېنجر هم ژوبل شوي دي .

په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم وخت په وخت پوليسو په دغه ډول کاروايانو کې د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو د غړو د وژنو ادعاوې کړي ، ولي په ورستيو کې په دغه رنگ عملياتو کې سېوا والی مخې ته راغلی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG