لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونېر: د غېرت په نوم دوه زنانه وژل شوي


په تېر دوه کاله موده کې پاکستان کې د غېرت په نوم ۹۳۳ کسان وژل شوي ،
په تېر دوه کاله موده کې پاکستان کې د غېرت په نوم ۹۳۳ کسان وژل شوي ،

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په بونېر ضلع کې دوه زنانه د غېرت په نوم وژل شوي دي .

د بونېر ضلعې د پوليسو په وېنا دغه پېښه د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې د چغرزو په علاقه کې رامنځته شوې ده .

د چغرزو سيمې د گل بانډۍ پوليس تهاڼۍ محرر عمران د پېښې په اړه وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د زنانوؤ د وژنې پېښه د اخون نومې کلي سره نزدې په لرې پرته علاقه "لړۍ" کې رامنځته شوې ده .

هغه ووئيل ، وژل شوې زنانه "معاشيره" او "حصانه" نوميږي او دويې د شپې په مهال په ډزو وژل شوي دي .

نوموړي ووئيل د وژل شوې يوې زنانه معاشيرې د پلار روحي رحمان په مدعيت کې د پېښې رپورټ درج کړی شوی ، او پېښه کې ظفير نومې کس چې د دغې زنانه د تره زويی دی نامزد کړی شوی دی ، او د هغه په ضد د قتل د دفعې ۳۰۲ لاندې مقدمه درج کړی شوې ده.

د سيمې د خلکو په وينا دغه دواړه زنانه چې د يو بل خپلوانې دي د شپې په مهال د کور نه بهر وتې وې ، او چې بيرته راغلي نو دويې کور والو ته خپل سم درک ونه وئيلو او بيا پرې ډزې شوي او ووژل شوې .

د ځايي خلکو په وينا معاشيره واده شوې چې بچي يي نه ؤ او بله زنانه خصانه نا واده وه .

د عمران په خبره د وژل شوې زنانه پلار په رپورټ کې دغه خبره کړې ده ، چې زنانه د کور نه بغېر د اجازت نه بهر تلې وې او چې بيرته راغلې نو ظفير پرې ډزې وکړې .

پوليس افسر وايي ، تفتيش کې مالومه شوې چې زنانوؤ باندې په کلاشنکوف ډزې شوي دي ، او پېښه کې نامزد ملزم ظفير د شپې د موقعې څخه تښتېدلی او پوليس يې د لټون عمليات پېل کړي دي .

پاکستان کې د غېرت په نوم د وژنو پښې وخت په وخت رامنځته کيږي .

او تېره مياشت قامي اسمبلۍ ته د غېرت په نوم وژنو باندې يو رپورټ وړاندې کړل شوی او د تېرو دوه کالو شمېره پکې وړاندې کړی شوې وه .

په دغې رپورټ کې وئيل شوي وو چې په تېر دوه کاله موده کې پاکستان کې د غېرت په نوم ۹۳۳ کسان وژل شوي ، او د رپورټ ترمخه د غېرت په نوم د وژنو زياتې پېښې په سندهـ صوبه کې رامنځته شوي دي .

د بشري حقونو تنظيمونه وايي چې د غېرت په نوم د وژنو پېښو کې زياتره زنانه په هدف کيږي ، او دغه ډول پېښې ډېرې رامنځته کيږي ولې د ځينو کورنو حالاتو له کبله دغه پېښې بيا رپورټ نه شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG