لاس رسیدونکی لینک

شام کې د تېلو پاکولو په کارخانه بمبارۍ کې ۳۰ کسان وژل شوي


د عراق لخوا په ورستيو کې اتحادي ځواکونو ته د ملک د لرغونو اثارو د خوندي کولو په لړ کې د خواست په ترڅ کې اتحادي پوځونو د داعش ځالي هم په نخښه کړي دي .

په شام کې د انساني حقونو دپاره کارکوؤنکو وئيلي ، چې د شام په شمال کې د امريکې په مشرۍ د اتحاديانو لخوا د تېلو پاکولو په يوه کارخانه (ريفائنري) فضايي بمبارۍ کې ۳۰ کسان وژل شوي دي .

برطانيه کې د انساني حقونو قائمې ادارې سيرين ابزروېټري فارهيومن رائټس وئيلي چې داعش ډلې به دغه ريفائنري چلوله او په وژل شوؤ کې د داعش تُندلاري او ريفائنرۍ کې کار کوؤنکي شامل دي .

سيرين ابزرويټر فارهيومن رائټس په شام کې د خپلو سرچينو د يو نيټ ورک د لارې هلته د تشدد په پېښو نظر ساتي .

د امريکې د محکمه دفاع د شمېرې ترمخه په عراق او شام کې د ځايي زمکنو پوځونو د مرستې دپاره د اتحادي هېوادونو فضائي ځواکونو د تېر کال اگست د مياشتې راهسې تراوسه پورې په عراق او شام کې د داعش په ضد ۲۳۰۰ فضائي حملې کړي دي .

د عراق لخوا په ورستيو کې اتحادي ځواکونو ته د ملک د لرغونو اثارو د خوندي کولو په لړ کې د خواست په ترڅ کې اتحادي پوځونو د داعش ځالي هم په نخښه کړي دي .

عراق کې د داعش تُندلارو په منظم انداز باندې په ملک کې د لرغونو اثارو په تباه کولو لاس پورې کړی دی .

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم د اتوار په ورځ يو بيان کې وئيلي چې هغه په عراق کې د کلتوري اثارو او د شمالي عراق په الحضر ښار کې د يونيسکو د نړيوالې ورثې او پخوانو باقيانو په تباه کولو ٫٫سخت په قهر٬٬ دی .

نوموړي په نړيواله ټولنه غږ کړی چې د لرغونو اثارو د قاچاق کولو او د دغو حملو په مخنيوي کې مرسته وکړي .

د امريکې په مشرۍ د اتحادي ځواکونو لخوا په تکريت ښارد تېرې اوونۍ راهسې فضائي بمباري نه ده شوې ، چرته چې د داعش د ولقې نه د تکريت ښار د ازادولو دپاره د عراقي پوځ او شيعه ملېشې لخوا زمکني عمليات روان دي .

تکريت د عراق د حکومت لاندې پلازمينه بغداد نه جنوب ، او شمال ته د داعش ډلې په قبضه کې د موصل ترمينځ موقعيت لرونکی مهم ښار دی .

د راپورونو ترمخه په دغو زمکنو عملياتو کې د ايران په مرسته په زرگونو عسکر برخه اخلي .

XS
SM
MD
LG