لاس رسیدونکی لینک

د نائيجيريا بوکوحرام ـ داعش سره د وفادارۍ اعلان کړی


په انټرنېټ د جهاديانو په هلوځلو نظر لرونکي گروپ "اېس ائي ټي اي" ترمخه چې شيکاؤ وئيلي ، "مونږ د خلافت سره د خپلې وفادارۍ اعلان کوؤ" .

د نائيجيريا تُندروه ډلې بوکوحرام عراق او شام کې د فعاليت لرونکې تُندروه ډلې داعش سره د ملاتړ اعلان کړی دی .

د بوکوحرام د مشرابوبکر شيکاؤ لخوا په ټويټر باندې په يو اډيو(غږ) پېغام کې د داعش د ملاتړ اعلان شوی دی ، ولې د دغې پېغام تراوسه پخلی نه دی شوی .

په انټرنېټ د جهاديانو په هلوځلو نظر لرونکي گروپ "اېس ائي ټي اي" ترمخه چې شيکاؤ وئيلي ، "مونږ د خلافت سره د خپلې وفادارۍ اعلان کوؤ" .

داعش تېرکال د شام او عراق يو شمېرعلاقې قبضه کړي او هلته يي د خلافت قائمولو اعلان کړی ؤ ، او د دغې تُندروه ډلې لخوا په غټه کچه د لږکيو د وژنو پېښې مخې ته راغلي او ليدل شوي دي .

په وروستيو کې داسې خبرې او افواگانې کېدې چې دغه دواړه تُندروه ډلې گډ عمليات کوي .

د بوکوحرام لخوا په تازه خپره شوې يوه ويډيو کې په مبينه توگه د دوه جاسوسانو وژل ښودل شوي وو ، او د دغې ويډيو مخې ته راتلو وروستو دا اشارې کېدی چې د نائيجيريا دغه تُندوره ډله په افواه خورولو او ويډيو جوړولو کې د داعش مرستې ترلاسه کوي .

ولې د امريکې استخباراتي چارواکو تراوسه پورې د دغو دواړو ډلو ترمينځ د کومو ژورو اړيکو په لړ کې پخلی نه دی کړی .

وايس اف امريکا سره خبرو کې د نوم نه ښکاره کولو په شرط د امريکې د استخباراتو يو افسر وئيلي ، چې د خالي په ورځ د جاري شوي بيان که چرته پخلی هم وشي ، نو بيا هم دغه دواړه ډلې د خپل کارکولو په طريقه کې بدل نه ليدل کيږي .

هغه وايي "دا د يوې پروپېگنډې (افواه) نه سېوا نور څه نه شي کېدی" هغه وئيلي په تېر وخت کې هم بوکوحرام د القاعده او د القاعده د اسلامک مغرب ډلو سره د وفادارۍ اعلانونه کړي دي .

چارواکي وئيلي ، چې بوکوحرام څه قسمه مالي مرستې نه ردوي او د تازه اعلان شاته هم د کومو مالي مرستو ترلاسه کولو امکان نه شي رد کېدی .

XS
SM
MD
LG