لاس رسیدونکی لینک

د ايران په جوهري مذاکراتو د جان کېري او اتحاديانو غور


جان کېرې او فېبس د خالي په ورځ د برطانيې خارجه وزير فلپ هېمنډ او د جرمني خارجه وزير والټرسټائنمر سره ليدلي دي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي ، چې دا وس په ايران اډاڼه لري چې نړۍ ته وښايي او ثابته کړي چې جوهري پروگرام يې واقعي پرامنه دی څنگه چې هغه ادعا کوي .

جان کېري د خالي په ورځ پېرس کې د فرانس خارجه وزير لوری فېبس سره په گډه دغه خبره رسنيو ته په وينا کې کړې ده .

له دې وړاندې چې څنگه جان کېري د جوهري پروگرام په سر روانو خبرو کې د ايران او نړيوالو قوتونو ترمينځ د پرمختگ وئيلي ؤ ، ولې وس يې وئيلي چې په دغې لړ کې لا خلا موجوده ده .

د پي۵+۱ گروپ چې د ايران سره مذاکرات کوي دويي هيله لري او گڼي چې په يو فرېم ورک باندې به صلاح شي ، کوم چې د روانې مياشتې د اخرې پورې د يوې لوظنامې شکل احتيارولی شي ، په دغې لړ کې د جون د مياشتې ۳۰م نېټنه ممکنه وخت ورکړی شوی چې په دغې مينځ کې به دواړو فريقو ته يوه قبوله ختمي معاهده کول وي .

جان کېري ووئيل زمونږ مخې ته يو څو اوونۍ پاتې دي چې پکې فېصله کول دي .

د نوموړي په وينا ، هغه وايي چې مونږ ته پوره احساس دی چې ورځې په تېزۍ سره تيريږي او مونږ په هغومره گړنديتوب نه يو روان په کوم تگ چې مونږ له د ممکنه معاهدې پله تلل پکار دي ، او دا خبره ضروري ده چې يوه سمه معاهده وکړو .

د فرانس خارجه وزير په دغه مهال ووئيل چې خبرو کوؤنکو ته يوه کلکه معاهده کول پکار دي ، چې سيمې ته امن ورکړي .

او فېبس د جان کېري د هغې خبرې تائيد کړی چې په دې مياشت کې د معاهدې په فريم ورک باندې لا وس هم کار کول پاتې دي .

جان کېري په راتلونکې اوونۍ کې د ايران خارجه وزير محمدجواد ظريف سره بيا ويني ، او د ۱۵م مارچ نه ايران سره بيا د مذاکراتو لړۍ پېل کيږي .

ايران د داسې معاهدې کولو هڅه کوي چې د معاشي بندېزنو نه خلاصی ومومي د کومو له کبله چې يې معيشيت د ستونزو ښکار دی ، او غربي هېوادونه گڼي چې د ايران د پُرامنه گټو د نيوکليئر پروگرام اصل هدف په پټه په جوهري وسلو کار کول دي .

امريکا او اتحاديان يې د يوې داسې معاهدې کولو هڅه کوي چې د ايران د جوهري وسلو مخنيوي وکړي .

جان کېرې او فېبس د خالي په ورځ د برطانيې خارجه وزير فلپ هېمنډ او د جرمني خارجه وزير والټرسټائنمر سره ليدلي دي .

د امريکې او فرانس چارواکو په عراق او شام کې د داعش په ضد جهگړې او ليبيا کې د بدامنۍ په سرهم خبرې اترې کړي دي .

XS
SM
MD
LG