لاس رسیدونکی لینک

دمخ په وړاندې تگ يواځينۍ لاره دترهه گرۍ مکمل خاتمه ده،جنرل راحيل


دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه جنرل راحيل شريف دپيښور دکورهيډکوارټرز دوره کړې

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي چې هيواد څخه دترهه گرۍ مکمله خاتمه دمخ په وړاندې تگ يواځينۍ لاره ده.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دپاکستان پوځ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې خپلو روانو عملياتو کې چټکتيا راوستې.

په دغو عملياتو کې پوځ د٢٠٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه قبائيلي سيمو کې روانو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ شي کيدى

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه جنرل راحيل شريف دپيښور دکورهيډکوارټرز دوره کړې اؤ دغلته ورته دخيبرپښتونخوا صوبې اؤ وفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې په امنيتي صورتحال اؤ شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دروانو عملياتو په اړه حال احوال تير کړل شوى دى.

جنرل راحيل شريف وئيلي دي چې دپوځي عملياتو له امله به په پوله انتظام نور هم ښه کولى شي.

دپوځ سرلښکر وويل چې هيواد کې دتندلاريتوب تر خاتمې به عمليات روان وي

دائي ايس پي ار ترمخه دپوځ سرلښکر دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورنو ته په درناوي سره دواپسۍ لپاره په ټولو ادارو دمرستې کولو په ضرورت زور راوړى.

جنرل راحيل وئيلي دي چې دبې کوره شوؤ خلکو خپلو سيمو ته دستنيدو عمل به دمارچ دنيمائي څخه پيل کولى شي اؤ ددې ترڅنگ هغه داستخباراتي معلوماتو په اساس دکيدونکو کارروائيو ستائينه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG