لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک وهند سفارتي رابطه دخپل مينځي اؤ سيمه امن لپاره گټوره ده، امريکا


 ميري هارف وويل په سفارتي کچه دتماسونو به دواړو(هيوادونو) ته گټه رسيږي اؤ ددغسې عمل سره به دسيمې امن ته وده ترلاسه کيږي.
ميري هارف وويل په سفارتي کچه دتماسونو به دواړو(هيوادونو) ته گټه رسيږي اؤ ددغسې عمل سره به دسيمې امن ته وده ترلاسه کيږي.

دامريکا خارجه محکمې وئيلي دي چې دپاکستان اؤ هندترمينځ په سفارتي کچه رابطې نۀ يواځې دا چې ددواړو هيوادونو په گټه دي بلکې دسيمه ايز امن لپاره به هم گټوره وي.

دپاکستان اؤ هند ترمينځ دخارجه سکترانو په کچه اسلام اباد کې دترسره شوې ليدنې په مهال ديوې پوښتنې په اړه دبريفنگ په مهال وياندې ميري هارف وويل چې امريکا دسفارتي رابطو په حق کې دى اؤ تل يې ددې ډاډگيرنه کړې ده. دهغې په قول دې خبرې څخه انکار نۀ شي کيدى چې مرسته ښه څيز دى.

ميري هارف وويل په سفارتي کچه دتماسونو به دواړو(هيوادونو) ته گټه رسيږي اؤ ددغسې عمل سره به دسيمې امن ته وده ترلاسه کيږي.

تيرکال داگست په مياشت کې دهند له لوري دخارجه سکترانو په کچه دمذاکراتو دځنډولو څخه وروستو، ددواړو گاونډي رقيبو هيوادونو ترمينځ تيره اوونۍ دا لمړۍ رابطه وه، دمذاکراتو دمنسوخولو څخه وروستو پاکستان دريځ لرلو چې دوه اړخيزه مذاکرات هند منسوخ کړي اؤ هم هغه دې ددې په بحالۍ کې لمړى والى وکړي.

تيره مياشت دهند وزيراعظم نريندر مودې خپل پاکستاني سيال نواز شريف سره ټيليفوني خبرو کې وئيلي وؤ چې دهند خارجه سکتر دسارک هيوادونو دوره کوي دکوم په مهال چې به هغه پاکستان ته هم ورځي.

دپاکستان اؤ هند ترمينځ په اعلي کچه دغه سفارتي رابطه په داسې حال کې شوې وه چې ددواړو هيوادونو ترمينځ په گډه پوله صورتحال تاؤژن ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG