لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا کې سکولونه حمله دوژل شوؤ طالب علمانو په نومونو منسوبولى شي


عاطف خان په اړه وئيلي دي چې دخيبرپښتونخوا ټول ١٠٧ سکولونه به دپيښور حمله کې دځانونو قربانکو طالب علمانو په نومونو سره منسوب کولى شي.
عاطف خان په اړه وئيلي دي چې دخيبرپښتونخوا ټول ١٠٧ سکولونه به دپيښور حمله کې دځانونو قربانکو طالب علمانو په نومونو سره منسوب کولى شي.

دخيبرپښتونخوا حکومت صوبه کې دچليدونکو گڼو سرکاري سکولونو دپيښور په ارمي بلک سکول دطالبانو حمله کې دوژل شوؤ طالب علمانو په نومونو دمنسوب کولو فيصله کړې ده.

خبري ادارې رائيټرز دخيبرپښتونخوا دتعليم دصوبائي وزير عاطف خان په اړه وئيلي دي چې دخيبرپښتونخوا ټول ١٠٧ سکولونه به دپيښور حمله کې دځانونو قربانکو طالب علمانو په نومونو سره منسوب کولى شي.

عاطف خان وئيلي دي چې هغوي دپيښور په سکول شوې حمله کې وژل شوي طالب علمان اؤ دهغوي قربانۍ کله هم نۀ هيروي.

تيرکال په ١٦م دسمبر دپيښور په ورسک روډ دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول پاکستاني طالبانو حمله کړې وه چې پکې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستان په تاريخ کې په کومه تعليمي اداره يا دسکول په ماشومانو دغه تر ټولو خونړۍ پيښه وه دکومې څخه چې وروستو حکومت په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره دپوځي عدالتونو جوړولو پريکړه وکړه اؤ وزيراعظم نواز شريف دکال ٢٠٠٨م راهسې هيواد کې دسختو مجرمانو دتيزندي کولو ځنډيدلې سزا هم بحال کړه.

پاکستاني طالبانو ددغه حملې مسؤليت په غاړه اخستى اؤ دا يې شمالي وزيرستان کې دپوځ له لوري دروانو عملياتو ردعمل گرځولى ؤ.

دپيښور په حمله کې دوژل شوي ١٥ کلن طالب علم شيرشاه پلار طفيل خټک رائيټرز ته وئيلي دي چې دخپل زوې دبائيللو څخه وروستو يې نن دخوشحالۍ خبر اوريدلى اؤ زياته کړې يې ده چې دهغه زوې صحافي جوړيدل غوښتل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG