لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ: پاکستان جنوبي افريقې ته په ٢٩ رنز ماتې ورکړه


 داکلينډ په ايډن پارک کې لوبيدونکى ميچ دباران له امله ٤٧ؤ اورونو پورې محدود کړل شوى اؤ جنوبي افريقې په 46.4 اورونو کې دپاکستان ټول ټيم په ٢٢٢ رنز اؤټ کړى دى.
داکلينډ په ايډن پارک کې لوبيدونکى ميچ دباران له امله ٤٧ؤ اورونو پورې محدود کړل شوى اؤ جنوبي افريقې په 46.4 اورونو کې دپاکستان ټول ټيم په ٢٢٢ رنز اؤټ کړى دى.

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په يو ميچ کې پاکستان ديوې سنسني خيزې مقابلې څخه وروستو جنوبي افريقې ته په ٢٩ رنز ماتې ورکړې ده.

داکلينډ په ايډن پارک کې لوبيدونکى ميچ دباران له امله ٤٧ؤ اورونو پورې محدود کړل شوى اؤ جنوبي افريقې په 46.4 اورونو کې دپاکستان ټول ټيم په ٢٢٢ رنز اؤټ کړى ؤ، دکوم څخه وروستو چې داسې توقعو کيده چې گنې پاکستان به دا ميچ دمضبوط بيټنگ لرونکې جنوبي افريقې په وړاندې په اسانۍ سره بائيلي خو دپاکستاني بولرانو دغوره بولنگ په نتيجه کې ټولې اندازې غلطې ثابتې شوې اؤ پاکستان په حيرانونکې توگه جنوبي افريقې ته په دې ميچ کې په ٢٩ رنز ماتې ورکړه.

دپاکستان له لوي سرفراز احمد اؤ احمدشهزاد چې کله داننگز اغاز وکړو نو په ٨م اوور کې احمد شهزاد په ١٨ رنز دکائل ايبټ په بال اؤټ شو، سرفراز احمد په ٤٩ بالونو ددريوؤ چکو اؤ پينځوؤ چوکو په مدد سره ٤٩ پنځوس رنز جوړ کړل اؤ په ١٧م اوور کې رن اؤټ شو، همدغه شان يونس خان په ٣٧ رنز داى بي ډويلئيرز په بال کيچ اؤټ شو، صهيب مقصود په ٨ رنز دکائل ايبټ ښکار شو اؤ عمر اکمل هم په ١٣ رنز پويلين ته رخصت شو.

دپاکستان کپتان مصباح الحق په ٥٦، شاهد افريدى په ٢٢، وهاب رياض په صفر، سهيل خان په درې، راحت علي په يو رن اؤټ شوى اؤ عرفان په يو رنز ناټ اؤت پاتې شوى.

دجنوبي افريقې ټول ټيم دپاکستان د٢٣٢ رنز په تعاقب کې په ٣٤م اوور کې په ٢٠٢ رنز اؤټ شو.

جنوبي افريقې چې په ظاهره دپاکستان له لوري دټاکل شوي اسان هدف په تعاقب کې بيټنگ پيل کړو نو دلمړي اوور په دوهم بال يې کوئنټن ډي کوک پرته له کوم رن جوړولو څخه دوکټو شاته کيچ اؤټ شو چې له دې وروستو فال ډوپليسي کريز ته راغلى اؤ دهاشم امله سره يې د٦٧ رنز شراکت وکړو خو ډوپليسي د٢٧ په انفرادي سکور دراحت علي ښکار شو اؤ هاشم امله هم دټيم په مجموعي سکور داضافې کولو نه بغير په ٣٨ رنز دوهاب رياض په بال دوکټو شاته کيچ اؤټ شو

له دې وړاندې دجنوبي افريقې کپتان اى بي ډوويلئرز دټاس گټلو وروستو پاکستان ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه، دجنوبي افريقي کپتان وويل چې دپاکستان ټيم يو غوره ټيم دى اؤ هغوي به دننني ميچ دگټلو کوټلې هڅه کوي، دجنوبي افريقي ټيم کې يو بدلون شو چې ترمخه يې دفرحان بهاردين پځايې جين پال ډومنى ټيم کې شامل کړل شوى.

دپاکستاني کرکټ ټيم کپتان مصبا الحق وويل چې په لمړي بيټنگ کولو کې څه ستونزه نشته اؤ هغوي به دښه هدف ورکولو سره دميچ دگټلو کوټلې هڅه کوي، هغه وويل ټيم کې دوه بدلونونه شوي دحارث سهيل پځايې يونس خان اؤ دناصرجمشيد پځايې سرفرازاحمد ټيم کې شامل کړل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG