لاس رسیدونکی لینک

داعش دنمرود ښار باقيات ړنگوي ، عراقي چارواکي


دعراق دسيلگرۍ اؤ اثارقديمه دوزارت ترمخه دداعش جنگيالو دنړۍ دمرضۍ اؤ انسانيت داحساس خلاف کارروايۍ دوامداره ساتلي دي

عراق کې حکومتي عهديداران وائي چې دتندروه ډلې داعش جنگيالي تقريباً ددريوؤ زرو کلونو څخه دزيات زوړ ښارنمرود باقيات ړنگوي.

ددريائى دجله په غاړه دا ښار 1250 قبل مسيح کې اباد شوى ؤ اؤ تقريباً څلور سوه کاله وروستو دا داشوريه سلطنت پلازمينه جوړه شوه، هاغه وخت کې دا سلطنت تر ټولو طاقتور رياست گڼل کيدو دکوم په عملدارۍ کې چې دموجوده وخت مصر، ترکي اؤ ايران علاقې شاملې دي.

دعراق دسيلگرۍ اؤ اثارقديمه دوزارت ترمخه دداعش جنگيالو دنړۍ دمرضۍ اؤ انسانيت داحساس خلاف کارروايۍ دوامداره ساتلي دي اؤ زياتو ي چې” پخپلو تازه کارروائيو کې هغوي دپخواني ښار نمرود باقيات په درنې مشينرۍ اؤ بلډوزرو سره ړنگول پيل کړي دي“

ددې باقياتو شمير دنړۍ مهمو تاريخي ورثو کې کولى شي، ددې ځايې څخه زياتره نوادرات په کلونو وړاندې منتقل کړل شوي وؤ چې پکې ” ونگډا بلز“ هم شامل دى کوم چې اوس دبرطانيې په لندن ميوزيم کې موجود دى، په سلگونو قيمتي کاڼي اؤ دسرو زرو برخې دبغداد عجائب گهر ته منتقل کړل شوې وې.

ددې ښار دکهنډرانو په دريافت کولو کې په ١٩مه پيړۍ کې گڼو برطانوي ماهرانو برخه اخستې، داثارقديمه ماهر ميکس مالووان اؤ دهغه کورودانې اؤ مشهورې ليکوالې اگاتها کرسټي هم د ١٩٥٠ء په لسيزه کې دغلته تر څه مودې کار کړى ؤ.

دداعش جنگيالو دنمرود سره نزدې ښار موصل باندې تيرکال دجون په مياشت کې قبضه کړې وه چې له دې وروستو هغوي په پرمختگ کولو سره دشام په گڼو سيمو هم قبضه وکړه.

دسُني فرقې سره دتعلق دعوه کوونکي دغه انتها خوښي جنگيالي په زړو تهذيبونو کې موندونکې مجسمې داسلام خلاف گرځوي اؤ ړنگوي يې.

خبري ادارې رائټرز دسرچينو له خُلې وئيلي دي چې تندلاري دنمرود دکهنډراتو مقام ته رسيدلي ، دغلته يې تاريخي شيان لوټلي اؤ دکهنډراتو رانړول يې پيل کړي دي” دلته وړاندې مجسمې وې، ديوالونه وؤ اؤ دقلعه باقيات هم وؤ کوم چې داعش په بشپړ ډول ړنگ کړي “

XS
SM
MD
LG