لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان امريکا سره اوږدمهاله اړيکو ته ليواله دى،چوهدري نثار


 پنجاب هاؤس کې نن پاکستان کې دامريکا سفير ښاغلي رچرډ اولسن چوهدري نثار سره ليدلي
پنجاب هاؤس کې نن پاکستان کې دامريکا سفير ښاغلي رچرډ اولسن چوهدري نثار سره ليدلي

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دجمعې په ورځ وئيلي دي چې پاکستان امريکا سره اوږدمهاله اړيکو ته ليواله دى.

پنجاب هاؤس کې نن پاکستان کې دامريکا سفير ښاغلي رچرډ اولسن چوهدري نثار سره ليدلي اؤ په دغه مهال دواړو مشرانو په پاک امريکا دوه اړخيزو اړيکو، په سيمه ايز امنيتي صورتحال اؤ امريکا ته دچوهدري نثار په اوسنۍ دوره خبرې اترې کړي دي.

چوهدري نثار علي خان امريکائي سفير ته وئيلي دي چې امريکا سره اوږدمهاله اړيکې به نه يواځې دا چې دواړه هيوادونه يو بل ته نزدې کړي بلکې ورسره به دسيمې په امن اؤ پرمختيا کې هم مرسته وشي.

دکورنو چارو وزير وويل چې سيمه کې امن ددواړو هيوادونو شريک مقصد دى اؤ دشريکو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره ددواړو هيوادونو ترمينځ نزدې مرسته اؤ همکاري زياته مهمه ده.

چوهدري نثار په دغه مهال دسپينې مانۍ له لوري دتشدد څخه دډکې ترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دکانفرنس دراغوښتو دگام ستائينه وکړه اؤ زياته يې کړه چې په دغه معامله د بحثونو اؤ غوروفکر ضرورت دنورکله پرتله نن زيات دى.

هغه خپله دا اراده يو ځل بيا تکرار کړه چې دبنيادپرستۍ خلاف دمقامي ټولنو مضبوطوالى اؤ دامن خوښي اکثريت باور گټل دوخت ضرورت دى.

هغه وويل چې دشدت خوښۍ اؤ اسلام ترمينځ دفرق کولو په اړه دامريکائي انتظاميې اؤ صدر براک اوباما دريځ واضحه دى.

همدغه شان امريکائي سفير رچرډ اولس وويل چې امريکا پاکستان سره داړيکو دنورو مضبوطولو اؤ دخپل مينځي خوښۍ په چارو دهمکاري ښه لپاره ژمنه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG