لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماما قدير نوم په اي سي اېل کې اچول شوی دی


ماما قديربلوچ وايس وايي زه په دې نه ووم خبر چې زما نوم په ايي سي اېل فهرست کې شامل کړی شوی دی .
ماما قديربلوچ وايس وايي زه په دې نه ووم خبر چې زما نوم په ايي سي اېل فهرست کې شامل کړی شوی دی .

د بې درکه بلوچانو دپاره د مبارزه کوؤنکي تنظيم (وايس فار بلوچ مسنگ پرسنز) مرستيال مشر ماماقدير نوم د اي سي اېل ( د ملک نه د بهر نه پرېښودونکو کسانو) په فهرست کې شامل کړی شوی دی ، او نوموړی سره د دوه زنانوؤ ملگرو تېر ماښام امريکا کې يوې دستوره کې د گډون دپاره د تلو په مهال د کراچۍ په هوائي ډگر واپس کړی شوی دی .

ماما قديربلوچ وايس وايي زه په دې نه ووم خبر چې زما نوم په ايي سي اېل فهرست کې شامل کړی شوی دی .

وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي ووئيل ، زه او ما سره دوه نورې زنانه ملگرې مونږ امريکا کې د انساني حقونو د سرخط لاندې جوړ يو سيمينار کې د گډون دپاره تلو ، او د کراچۍ په نړيوال هوايي ډگر راته د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ائي ای) چارواکو ووئيل ، چې ستاسو نوم په ايي سي اېل کې شامل دی ځکه بهر ملک ته سفر نه شئ کولی .

"مونږ د امريکې په نيويارک کې د سندهـي بلوچ ورلډکانفرنس ته تلو هغويې مونږ ته دعوت نامې راستولې وې ، هغه دعوت نامې مونږ د امريکې اېمبېسۍ ته ورکړې او هغويې مونږ ته د پينځه ؤ کالو ويزې لگولې وې" .

نوموړي ووئيل تېره ورځ ماښام په اووه بجې مونږ ائيرپورټ ته لاړو او په لس بجې زمونږ جهاز الوتو ، خو مونږ ته د بهر تلو اجازت رانه کړی شو او واپس کړی شو.

"بورډنگ پاس مونږ ته مېلاؤ شو زمونږ سامان هم چيک شو د سامان رسيدونه راته راکړی شو ، په اخره کې چې د اېف ائي ای کاؤنټر مونږ لاړو بيا هلته مونږ ته ووئيل شو چې ستاسو نوم په ايي سي اېل کې اچول شوی دی او ستاسو خلاف ايف ائي ار هم درج دی" .

هغه ووئيل ما سره زمونږ د تنظيم جنرل سيکرټري فرزانه مجيد او بله زنانه فائقه ملگرې وې ، او درې ساعته مونږ په هوايي ډگر د اېف ائي ای د چارواکو سره گېر ؤ ، او نوموړی تور پورې کوي چې ائيرپورټ کې زورول شوي يو .

هغه زياته کړه درې ساعته وروستو چې جهاز والوتو مونږ ته بيا ووئيل شو چې خپل سامان واخلئ ، مونږ ټکټونه ، بورډنگ پاسې او پاسپورټونه راواخستل او بيرته راغلو .

"چې مونږ پوښتنه وکړه کومه وجه ده چې اېف ائي ار درج شوی دی او اي سي اېل کې نوم اچول شوی دی ؟ مونږ ته ووئيل شو چې مونږ ته مالوم نه دی او مونږ ته وس د اسلام اباد نه دا حال رارسېدلی دی چې د دويې نوم په ايي سي ايل کی دی او تاسو دوي مه پرېږدئ" .

ماما قدير ووئيل وس به مونږ د دغې کاروايۍ خلاف سترې محکمې ته ځو چې مونږ ته ووئيل شي ولي زمونږ نومونه په اي سي ايل کې شامل کړی شوي دي .

نوموړي ووئيل زمونږ درې ، څلور لاکه روپۍ خرڅ شوې ، او واپس کړی شو .

د ماما قدير په وينا دويې شپږ کاله د بې درکه بلوچانو د مالومولو او د هغويې د وژنو په ضد مبارزه وکړه ، د کوئټې نه تر کراچۍ او بيا د کراچۍ نه تر اسلام اباد پورې يې په خپلو پښو لانگ مارچ هم وکړو خو چا يې خبره وانه ورېدله .

نوموړی تور پورې کوي چې اتلس زره بلوچان يې بې درکه دي ، او ډېر پکې ووژل شو او هغه د بلوچانو د پورته کولو او د هغويې د وژنو تور د پاکستان په استخباراتي ادارو پورې کوي ، ولې د پاکستان استخباراتي ادارې تل دغه تورونه ردوي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG