لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امريکائي سفير دحملې دمحرکاتو معلومولو لپاره پلټه روانه ده


 دزيارت په سحر يوه دستوره کې دگډون لپاره په روان امريکائي سفير مارک لپرټ دغلته موجود يو تن په چاړې سره حمله کړې وه چې له امله يې دامريکائي سفير په مخ اؤ مټ زخمونه جوړ شوي دي.
دزيارت په سحر يوه دستوره کې دگډون لپاره په روان امريکائي سفير مارک لپرټ دغلته موجود يو تن په چاړې سره حمله کړې وه چې له امله يې دامريکائي سفير په مخ اؤ مټ زخمونه جوړ شوي دي.

په سيؤل کې پوليس دزيارت په سحر سيؤل کې په امريکائي سفير په چاړې سره دشوې حملې پشا دپرتو محرکاتو دمعلومولو لپاره پلټنې کوي.

دزيارت په سحر يوه دستوره کې دگډون لپاره په روان امريکائي سفير مارک لپرټ دغلته موجود يو تن په چاړې سره حمله کړې وه چې له امله يې دامريکائي سفير په مخ اؤ مټ زخمونه جوړ شوي دي.

دخبري ادارې رائټرز ترمخه دوه نيمو گينټو پورې دلپرټ سرجري شوې اؤ دهغه دصحت په اړه دانديښنې کومه خبره نشته.

پوليس واي چې شکمن حمله کوونکى دجنوبي کوريا يو فعاله سياسي کارکوونکى دى ، څوک چې په دغه دستوره کې موجود ؤ.

دغه تن پينځه کاله دمخه دجاپان په سفير هم په کاڼي سره دحملې کولو کوشش کړى ؤ، چې له دې وروستو دغه تن نيول شوى اؤ ورته ددوؤ کلونو دبند سزا اورول شوې وه.

سيؤل کې ددغه دستورې تابيا دجوړجاړي اؤ مرستې په اړه کونسل کړې وه کومه چې يوه غيرسياسي ډله ده اؤ دشمالي اؤ جنوبي کوريا ترمينځ دامن اؤ يووالي لپاره کار کوي.

دجنوبي کوريا دميډيا ترمخه شکمن حمله کوونکى ٥٥ کلن کم کي جونگ يو مشهور سياسي کارکوونکى اؤدزياتو قوم پرستو رجحاناتو لرونکى شخص دى اؤ دامريکا اؤ جنوبي کوريا دگډو پوځي مشقونو په ښکاره مخالفت کوي.

په سفير دحملې په وخت کم په چغو سره وويل چې شمالي اؤ جنوبي کوريا ته يو کيدل پکار دي

دامريکا دخارجه محکمې وياندې ميري هارف وينا ده چې مونږ دتشدد نه دډگ دې گام سخته غندنه کوؤ

دسپينې ماڼۍ ترمخه صدر براک اوباما لپرټ ته فون کړى اؤ دهغه درغيدو لپاره يې دنيکو خواهشاتو څرگندونه کړې ده.

دجنوبي کوريا دخارجه وزارت وياند نوکوانگ ال دا حمله دنۀ منلو جوگه اؤ دشمالي کوريا دترټولو لويې ائتلافي استازي په ضد سخت جرم گرځولى.

هغه وئيلي دي چې حکومت به جنوبي کوريا کې دسفارت کارانو اؤ سفارتي مشنونو دتحفظ لپاره هرممکن گام اخلي.

دجنوبي کوريا ددفاع دوزارت ترمخه دې پيښې سره به په گډو پوځي مشقونو کوم اثر نۀ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG