لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دډبليو ايچ او لخوا په پاکستان سفري بنديزونو کې پراختيا


 په پاکستانيانو بهر هيوادونو ته پرته له داسې دستاويز څخه په سفر کولو بنديز لگيدلى ؤ چې پکې پخلى شوى وي چې دسفر څخه وړاندې هغوي ته دپوليو ويکسين ورکړل شوى.
په پاکستانيانو بهر هيوادونو ته پرته له داسې دستاويز څخه په سفر کولو بنديز لگيدلى ؤ چې پکې پخلى شوى وي چې دسفر څخه وړاندې هغوي ته دپوليو ويکسين ورکړل شوى.

دروغتيا نړيوالې ادارې( ډبليو ايچ او) دپوليودوائرسو له امله په پاکستان لگيدلو سفري بنديزونو کې ددريوؤ مياشتو لپاره پراختيا راوستې ده.

نومبر کال ٢٠١٤م کې پاکستان څخه افغانستان ته دپوليو دوائرسو دمنتقلۍ وروستو په پاکستانيانو بهر هيوادونو ته پرته له داسې دستاويز څخه په سفر کولو بنديز لگيدلى ؤ چې پکې پخلى شوى وي چې دسفر څخه وړاندې هغوي ته دپوليو ويکسين ورکړل شوى.

کال ٢٠١٤م کې پاکستان کې دپوليو ٢٣٧ کيسونه مخې ته راغلي اؤ په دغه هيواد پسې بيا نائجيريا د٣٦ؤ کيسونو سره نزدې هاغه هيواد دى چې دپوليو خاتمه پکې نۀ ده شوې.

دانټرنيشنل هيلتهـ ريگوليشنز( ائي ايچ ار) ايمرجنسي کميټۍ تيرکال په پاکستان لگيدلو سفري بنديزونو کې ددريوؤ مياشتو دپراختيا لپاره غږ کړى اؤ دې لړ کې پريکړه ديادې کميټۍ په څلورمه غونډه کې شوې ده، دغه کميټي دروغتيا دنړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) دډائريکټر جنرل په وينا رابلل شوې وه.

کميټۍ دپاکستان څخه دپوليو دوائرسو په نړيواله کچه دخوريدو دخطرې جاج اخستى اؤ دپاکستان له لوري دويکسينشن دپلان، قومي اؤ صوبائي ايمرجنسي اپريشن سنټرو اؤ شمالي اؤ جنوبي وزيرستان ايجنسو کې دکمپائنونو ددوامداره ساتلو ستائينه کړې ده.

دروغتيا دنړيوالې ادارې داعلاميې ترمخه پاکستان ته امر شوى چې دهيواد څخه بهر دتلونکو مسافرو ويکسينيشن نور هم سخت کړي اؤ هره مياشت دې په دې اړه دکارکردگۍ رپورټ وړاندې کړي.

دروغتيا دنړيوالې ادارې له لوري په شام، کيمرون اؤ گيني هم بنديزونو کې تر دريوؤ مياشتو پراختيا راوستل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دتيرو څو ورځو په مهال پوليسو دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې خپلو ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو اچولو نه په انکار کولو د500ؤ څخه زيات والدين نيولي دي.

دپيښور ډپټي کمشنر رياض خان محسود يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې خپلو ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو اچولو څخه په انکار کولو 513 کسان نيول شوي اؤ زياته کړې يې که دغه نيول شوي کسان په هاغه حلفي بيان لاسليک وکړي چې پکې وئيل شوي هغوي به خپلو ماشومانو ته دويکسينيشن اجازه ورکوي، نو هغوي به په ضمانت پريښودل کيږي.

پاکستان کې ماشومانو ته دپوليودمخنيوي دڅاڅکو داچولو په هڅو کې تر ټولو لويې خنډ دوسله والو لخوا ددغه هيواد په بيلا بيلو سيمو کې دصحت په کارکوونکو کيدونکې حملې ، قبائيلي سيمو کې دعملياتو له امله دخلکو بې کوره کيدل اؤ دځينو کورنو لخوا په ويکسينيشن بې باوري ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG