لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد : دسينيټ انتخاباتو لپاره پولنگ روان دى


دسينيټ دنورو چوکو لپاره قومي اؤ صوبائي اسمبلو کې دپولنگ عمل سحر نهه بجې پيل شوى کوم چې به دماذيگر تر څلورو بجو روان وي.

دپاکستاني پارليماني دبرني ايوان ( سينيټ) دخالي شوؤ ٥٢ؤ څخه په ٤٨ؤ چوکو دزيارت په ورځ دقومي اؤ صوبائي اسمبلو غړي خپل درايې حق استعمالوي.

دسندهـ څخه په څلورو چوکو څلور کانديدان دوړاندې څخه پرته له مقابلې څخه منتخب شوي چې پکې دپيپلز پارټۍ فاروق ايچ نائيک اؤ دسسي پليجو اؤ متحده قومي موومنټ بيرسټر محمد علي سيف اؤ نگهت مرزا شامل دي.

دسينيټ دنورو چوکو لپاره قومي اؤ صوبائي اسمبلو کې دپولنگ عمل سحر نهه بجې پيل شوى کوم چې به دماذيگر تر څلورو بجو روان وي.

پاکستان کې دسينيټ دغړو شميره ١٠٤ ده چې پکې دائين مطابق ټولو صوبو ته يو شان ازيتازيتوب ترلاسه دى، برني ايوان لپاره هرې صوبې څخه ٢٣ ، وفاق څخه څلور اؤ دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو دچوکو شمير ٨ دى.

دسينيټ انتخاباتو کې په لويه پيمانه دووټونو داخستو اؤ خرڅولو” هارس ټريډنگ “ خبرونه هم مخې ته راروان دي دکوم دمخنيوي لپاره چې حکومت وړانديز کړى ؤ چې ائين کې دې بدلون کولو سره درايې دخفيه شميرلو شرط ختم کړى شي.

خو په دغه معامله دسياسي گوندونو ترمينځ داتفاق نۀ کيدو په وجه دې لړ کې پرمختگ ونۀ شو اؤ اليکشن کميشن وئيلي دي چې دسينيټ انتخابات به هم درايې دخفيه شميرلو له لارې کيږي.

درايې ورکوونکو لخوا دووټنگ په وخت په موبائيل فون يا هره هاغه اله ځان سره په وړلو بنديز لگيدلى چې عکسونه پرې اخستل کيدى شي.

هيله کيږي چې دسينيټ دانتخاباتو نتيجې به دزيارت دماښام پورې مخې ته راشي.

واکمن گوند مسلم ليگ(ن) سينيټ کې داکثريت ترلاسه کولو اراده لري خو له دې انتخاباتو څخه وړاندې برني ايوان کې دحزب اختلاف گوند پاکستان پيپلز پاټۍ ته اکثريت ترلاسه ؤ.

حکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف يواځې خيبرپښتونخوا څخه دسينيټ انتخاباتو کې برخه اخلي چرته چې دغه گوند حکومت لري، ددغه گوند غړو دقومي اسمبلۍ څخه علاوه پنجاب اؤ سندهـ اسمبلو څخه استعفاگانې ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG