لاس رسیدونکی لینک

ايران ټولې نړۍ لپاره خطره ده، اسرائيلي وزيراعظم


هغه وويل نوى ايرانى حکومت هم دتيرو حکومتونو پشان انتها خوښى دى چې باور پرې نۀ شي کيدى.

داسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو وئيلي دي دايران له لوري دايټمي وسلو دترلاسه کولو هڅې داسرائيل دبقاء اؤ سلامتۍ لپاره خطره ده.

دنهې په ورځ واشنگټن کې دامريکائي کانگريس ددواړو ايوانونو گډې غونډې ته دوينا په مهال اسرائيلي وزيراعظم تور ولگولو چې ايران ټوله نړۍ کې دترهه گرۍ په وده کې ککړ دى.

هغه وويل نوى ايرانى حکومت هم دتيرو حکومتونو پشان انتها خوښى دى چې باور پرې نۀ شي کيدى.

اسرائيلي وزيراعظم انديښنه وښوده چې امريکا ايران سره ددغه هيواد په جوهري پروگرام دکوم تړون کولو هڅې کوي ددې سره به ايران لپاره دجوهري وسلو ترلاسه کول نور هم اسان شي.

هغه وويل تجويز شوى تړون يو” خراب تړون“ دى چې نۀ ترسره کول يې غوره دي، دهغه په قول دايران اؤ امريکا ترمينځ په کوم جوهري تړون خبرې اترې کيږي هغه داسرائيل سلامتۍ لپاره خطره ده.

خپله وينا کې اسرائيلي وزيراعظم وويل ايران اؤ مشران يې نۀ يواځې دا چې داسرائيل اؤ مينځني ختيز بلکې دټولې نړۍ لپاره خطره ده دکوم دمخنيوي لپاره چې ضروري ده چې نړيواله ورورولي دايران دجوهري پروگرام مخه ونيسي.

سپينې ماڼۍ دمخه په ډاگه کړې چې که چرې نيتن ياهو دايران په معامله امريکائي قانون سازان دکوم گام اخستو ته وهڅوي نو ددې له امله ايران سره مذاکرات اغيزمن کيدى شي.

اسرائيلي وزيراعظم ته دامريکائي کانگريس گډې غونډې ته دوينا دا بلنه دامريکا داستازو دايوان دري پبلکن اسپيکر جان بينر ورکړى ؤ په کوم چې سپينې ماڼۍ دسختې ناخوښۍ څرگندونه کړې وه.

اوباما انتظاميه دريځ لري چې جان بينر دسپينې ماڼۍ په باور کې داخستو څخه پرته اسرائيلي وزيراعظم ته دا بلنه ورکړې ، دکوم په ردعمل کې چې امريکائي صدر براک اوباما اعلان کړى ؤ چې هغه به اسرائيلي وزيراعظم سره دواشنگټن ددورې په مهال ليدنه نۀ کوي.

امريکائي کانگريس ته دنيتن ياهو دوينا څخه يواځې دوه اوونۍ وروستو اسرائيل کې عام انتخابات کيږي ، کوم کې چې داسرائيلي وزيراعظم گوند هم برخه اخلي.

دسپينې ماڼۍ وينا ده چې انتخاباتو څخه عين دمخه دنيتن ياهو دامريکا ددورې اؤ کانگريس ته دوينا په نتيجه کې به دا تاثر لاړ شي چې گنې امريکا انتخاباتو کې داسرائيلي وزيراعظم پلوي ده اؤ هغه ت ددورې دبلنې ورکولو سره په انتخابي عمل داثرانداز کيدو هڅه کوي.

داسرائيلي وزيراعظم کانگريس ته دوينا په مهال خواؤشا ٥٠ ډيموکريټ قانون سازان ددواړو ايوانونو گډه غونډه کې غير حاضر وؤ.

ځينو ډيموکريټ سينيټرانو اسرائيلي وزيراعظم ته کانگريس ته دوينا څخه وروستو دډيموکريټ غړو سره ځانله دليدنې بلنه ورکړې وه کومه چې نيتن ياهو رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG