لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان متحده عرب اماراتو ته په ١٢٩ رنز ماتې ورکړه


کې پاکستان ديو اى اي په ضد دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان 339 رنز جوړ کړل
کې پاکستان ديو اى اي په ضد دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان 339 رنز جوړ کړل

دائي سي سي ورلډ کپ په يو ميچ کې پاکستان متحده عرب اماراتو ته په ١٢٩ رنز ماتې ورکړې ده.

دنيوزي لينډ دنيپئير ښار په ميکلين پارک کې لوبيدونکي ميچ کې پاکستان ديو اى اي په ضد دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان 339 رنز جوړ کړل.

دپاکستان له لوري چې احمد شهزاد اؤ ناصر جمشيد دبيټنگ اغاز وکړو نو ناصرجمشيد يوځل بيا په غوره بيټنگ کولو کې ناکام شو اؤ د١٢ؤ بالونو لوبولو څخه وروستو په څلور رنز اؤټ شو.

له دې وروستو حارث سهيل داحمدشهزاد سره په شريکه سکور ١٧٠ ته ورسولو اؤ حارث سهيل په ٧٠ رنز اؤټ شو، د١٧٦ په مجموعي سکور احمد شهزاد هم په ٩٣ رنز اؤت شو.

دپاکستان کپتان مصبا الحق ټورنامنټ کې دريمه ففټي هم سکور کړه اؤ په ٦٥ رنز اؤټ شو، همدغه شان صهيب مقصود ٤٥ اؤ عمر اکمل ١٩ رنز جوړ کړل، شاهد افريدي يواځې په ٧ؤ بالونو ٢١ رنز جوړ کړل اؤ ناټ اؤټ پاتې شو.

ديو اى اي اي له لوري منجولا گروجي څلور اؤ محمد نويد يو لوبغاړى اؤټ کړو.

دمتحده عرب اماراتو ټيم دپاکستان د٣٤٠ رنز په تعاقب کې داتوؤ وکټو په تاوان په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې ٢١٠ رنز جوړ کړشول.

دبيټنگ څخه وروستو پاکستاني لوبغاړو ښه بولنگ هم وکړو اؤ ديو اى اي بيټسمينان دپاکستان له لوري دورکړل شوي لويې هدف دفشار لاندې پاتې شو اؤ درنز کولو په هڅه کې يې په دمې ، دمې سره وکټې پريوتې، دمتحده عرب اماراتو له لوري تر ټولو زيات رنز شيمان انور جوړ کړى چې په ٨٨ بالونو يې ٦٢ رنز وکړل، همدغه شان خرم خان ٤٣ رنز جوړ کړل.

نورو لوبغاړو کې امجدعلي ١٤، اندرى بيرنجر دوه، سپاني پټيل ٣٦ اؤ امجد جاويد ٤٠ رنز جوړ کړل.

دپاکستان له لوري سهيل خان، شاهد افريدي اؤ وهاب رياض دوه ، دوه وکټې واخستې اؤ صهيب مقصود اؤ راحت علي يو ، يو لوبغاړى اؤټ کړو.

په ښه بيټنگ احمد شهزاد دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځولى شو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG