لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي افريقې ائرلينډ ته په ٢٠١ رنز ماتې ورکړې


 دجنوبي فريقې ټيم دکرکټ ددنيا يواځينى ټيم دى چې دوه پرله پسې ميچونو کې يې ٤٠٠ رنز جوړ کړي دي.
دجنوبي فريقې ټيم دکرکټ ددنيا يواځينى ټيم دى چې دوه پرله پسې ميچونو کې يې ٤٠٠ رنز جوړ کړي دي.

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په يو ميچ کې جنوبي افريقې ائرلينډ ته په ٢٠١ رنز ماتې ورکړې ده.

دکينبرا منوکا اوول گراؤنډ کې لوبول شوي ميچ کې جنوبي افريقې دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اوورونو کې يې دڅلورو وکټو په تاوان ٤١١ رنز جوړ کړل، دې ميچ کې هاشم امله اؤ فاف ډوبليسي د٢٤٧ رنز لويه شراکت داري وکړه اؤ په ائرش بولرانو يې دميدان هر اړخ ته چکې او چوکې ووهلې، هاشم امله په ١٢٨ رنز ١٥٩ اؤ ډوپليسي په ١٠٩ بالونو ١٠٩ رنز جوړ کړل.

په ډاگه دې وي چې ديوورځني کرکټ لوبه کې تر ټولو ډير ځله ٤٠٠ يا ددې نه دسيوا رنز جوړولو اعزاز هم جنوبي افريقې سره دى، افريقي ټيم تر دې مهاله ديو ورځنو کرکټ ميچونو کې پينځه څله ٤٠٠ رنز جوړ کړى ، ددې ترڅنگ هندوستاني ټيم ته څلور ځله د٤٠٠ يا ددې نه دزيات رنز جوړولو اعزاز ترلاسه دى.

دجنوبي فريقې ټيم دکرکټ ددنيا يواځينى ټيم دى چې دوه پرله پسې ميچونو کې يې ٤٠٠ رنز جوړ کړي دي.

دجنوبي افريقې نورو لوبغاړو کې کوئنټن ډي کوک يو اؤ کپتان اى بي ډويلئيرز ٢٤ رنز جوړ کړل اؤ اؤټ شو، همدغه شان ريلى رسوو په ٦١ اؤ ډيوډ ملر په ٤٦ رنز ناټ اؤټ پاتې شول.

دائرلينډ له لوري اينډي مکبرائن دوه اؤ جان موني اؤ کيون اوبرائن يو، يو وکټ ترلاسه کړه.

دجنوبي افريقې د٤١٢ رنز دهدف په تعاقب کې دائرلينډ بيټنگ لا ئن ناکام شو اؤ ټول ټيم يې په ٤٥م اوور کې په ٢١٠ رنز اؤټ شو.

دجنوبي افريقې بولرانو په وړاندې دائرش ټيم بيټسمينانو زيات مزاحمت وکړو خو ځان يې په لويې سکور دماتې څخه بچ نۀ کړى شو، دائرلينډ لخوا اينډي بيلبرني ٥٨ اؤ کيون اوبرائن ٤٨ رنز جوړ کړل، ددې نه علاوه دوه مهم بيټسمينان ايډجوئس اؤ گيري ولسن په صفر رنز پويلين ته رخصت شول. نورو لوبغاړو کې کپتان وليم پورټر فيلډ١٢، پال اسټرلنگ ٩، نيل اوبرائن ١٤، جان موني ٨، جارج ډوکريل ٢٥ اؤ ميکس سورينسن ٢٥ رنز جوړ کړل

دجنوبي افريقې کائل ايبټ تر ټولو زياتې څلور وکټې پخپل نوم کړې، مورنى مورکل درې، ډيل اسټين دوه اؤ اى بي ډويلئيرز يو لوبغاړى اؤټ کړو.

په ښې کارکردگۍ هاشم امله دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG