لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ : دجنرل راحيل په مشرۍ دکورکمانډرانو غونډه


جنرل راحيل شريف اؤ کورکمانډرانو شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دترهه گرو په ضد په روانو پوځي عملياتو(ضرب عضب) په مهال دترهه گرو دخاتمې اراده تکرار کړې.
جنرل راحيل شريف اؤ کورکمانډرانو شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دترهه گرو په ضد په روانو پوځي عملياتو(ضرب عضب) په مهال دترهه گرو دخاتمې اراده تکرار کړې.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دراولپينډۍ ښار په جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې دکورکمانډرانو ديوې مهمې غونډې مشري کړې چې پکې په بيلا بيلو چارو غور شوى دى.

راپورونه وائي چې دغونډې په مهال جنرل راحيل شريف اؤ کورکمانډرانو شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دترهه گرو په ضد په روانو پوځي عملياتو(ضرب عضب) په مهال دترهه گرو دخاتمې اراده تکرار کړې.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دترهه گرو دحملې څخه وروستو دپاکستان حکومت دهيواد دپوځ اؤ سياسي اؤ مذهبي گوندونو سره په گډه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره قومي ايکشن پلان جوړ کړى دکوم لاندې چې ائين اؤ ارمي ايکټ کې په بدلون کولو سره په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه جوړ اؤ ورته ائيني تحفظ ورکړل شوى اؤ دغو عدالتونو ته دحکومت په وينا تر دې مهاله ٢٠ کيسونه ليږل شوي دي.

چارواکي وائي چې ددسمبر دمياشتې څخه راپديخوا دقومي ايکشن پلان لاندې دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې دقانون نافذونکو ادارو له لوري ترسره شوؤ کارروائيو کې تر دې مهاله د١٠ؤ زرو څخه زيات شکمن کسان نيول شوي دي.

پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دحملې څخه وروستو نۀ يواځې دا چې حکومت هيواد کې د٢٠٠٨م څخه په تيزندۍ لگيدلى بنديز پورته کړو اؤ دهيواد په بيلا بيلو ښارونو کې گڼ مجرمان تيزندي کړل بلکې پوځ دهيواد په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دوړاندې څخه روانو عملياتو کې هم تُندي راوستې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG