لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې طوفاني بارانونه،٩ کسان مړۀ


 چارواکي وائي دگل په شپه دپيښور سره نزدې سيمې متنو په جاني خوړ علاقه کې ديوې امنيتي پوستې د چت راغورزيدو له امله دايف سي څلور عسکر مړۀ شوي اؤ درې عسکر نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي دگل په شپه دپيښور سره نزدې سيمې متنو په جاني خوړ علاقه کې ديوې امنيتي پوستې د چت راغورزيدو له امله دايف سي څلور عسکر مړۀ شوي اؤ درې عسکر نور ژوبل شوي دي.

دتيرو دوؤ ورځو راهسې دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبې اؤ پيوست قبائيلي سيمو کې دسختو بارانونو وريدو له امله دکورونو دچتونو دراپريوتو بيلا بيلو پيښو کې دايف سي دڅلورو عسکرو په گډون ٩ کسان مړۀ شوي دي.

چارواکي وائي دگل په شپه دپيښور سره نزدې سيمې متنو په جاني خوړ علاقه کې ديوې امنيتي پوستې د چت راغورزيدو له امله دايف سي څلور عسکر مړۀ شوي اؤ درې عسکر نور ژوبل شوي دي.

مړو شوؤ عسکرو کې امجد علي، تهذيب علي، عابد علي اؤ مواد علي شامل دي اؤ ژوبل شوؤ کې حوالدار شاکر علي اؤ سپاهيان رجمان علي اؤ غلام علي شامل دي.

همدغه شان دکوهاټ ضلعې په ملنگ ابادسيمه کې ديو کور دچت راپريوتو پيښه کې هم دوه کسان مړۀ شوي اؤ يو ماشوم ژوبل شوى دى.

سرچينې وائي محمد زمان نومې تن کور کې دڅاروؤ لپاره يوه بيله برانډه جوړه کړې وه اؤ تير ماښام دهغه ٢٥ کلن ځوې حفيظ الرحمان اؤ ځوانې لور رابعه بي بي څاروؤ ته گياه اچوله چې په دغه مهال دبرانډې چت راپريوتو چې له امله يې دغه دواړه مړۀ شول.

دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ دصافي تحصيل په قندارو دروازگۍ سيمه کې دسخت باران وريدو له امله دعبدالمالک په نوم ديو تن دکور دچت راپريوتو له امله يوه زنانه اؤ دهغه دوه کم عمره زامن مړۀ شوي دي، پيښه کې عبدالمالک پخپله اؤ دوه نور ماشومان ژوبل شوي هم دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG