لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پوله دامنيت ټينگښت مهم دى،جى شنکر


 دهند دبهرنو چارو سکتر ايس .جى شنکر ته اسلام اباد ته په رسيدو دپاکستان دخارجه وزارت اؤ اسلام اباد کې دهند دهائي کميشن چارواکو لخوا هرکلى وييل شوى.
دهند دبهرنو چارو سکتر ايس .جى شنکر ته اسلام اباد ته په رسيدو دپاکستان دخارجه وزارت اؤ اسلام اباد کې دهند دهائي کميشن چارواکو لخوا هرکلى وييل شوى.

دهند دبهرنو چارو سکتر جارجه سبرامنيم جى شنکر دنهې په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دخپل پاکستاني سيال اعزاز احمدچوهدري سره ليدنه کړې چې ورسره دواړو گاونډي رقيبو هيوادونو ترمينځ ځنډيدلي مذاکرات بيا پيل شوي دي.

دهند دبهرنو چارو سکتر جارجه سبرامنيم جى شنکر دنهې په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دخپل پاکستاني سيال اعزاز احمدچوهدري سره ليدنه کړې چې ورسره دواړو گاونډي رقيبو هيوادونو ترمينځ ځنډيدلي مذاکرات بيا پيل شوي دي.

داسلام اباد په خارجه دفتر کې اعزاز احمدچوهدري سره دليدنې ترڅنگ جى شنکر دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز سره هم ليدلي اؤ وزيراعظم نواز شريف سره هم دهغه دليدنې امکان دى.

اعزاز احمدچوهدري سره دليدنې څخه وروستو ميډيا سره لنډو خبرو کې جى شنکر منلې چې دغه خبرې په مثبت ماحول کې شوي اؤ گټورې وې.

دهند خارجه سکتر وويل دمذاکراتو په مهال يې خپل پاکستانى سيال دممبۍ حملې دکيس اؤ په پوله دتاؤتريخوالي دپيښو څخه خبر کړى.

دهند خارجه سکتر وويل چې دليدنې په مهال په دوه اړخيزو اړيکو خبري شوي اؤ په پرانستي ذهن سره ديو بل په انديښنو اؤگټو خبرې شوي.

دهغه په قول پاکستاني سيال سره دليدنې په مهال دواړو هيوادونو په گډه په کار کولو، درايې داتفاق دنکتو دلټولو اؤ اختلافونو په کمولو اتفاق کړى اؤ زياته کړې يې ده چې دواړو هيوادونو په دې خبره هم اتفاق کړى چې په پوله دامنيت ټينگښت زيات ارزښت لري.

دهند دبهرنو چارو سکتر ايس .جى شنکر ته اسلام اباد ته په رسيدو دپاکستان دخارجه وزارت اؤ اسلام اباد کې دهند دهائي کميشن چارواکو لخوا هرکلى وئيل شوى.

تيره مياشت دهند وزيراعظم نريندر مودي پاکستاني وزيراعظم نواز شريف په ټيلي فون خبرو اترو کې وئيلي وؤ چې دهغوي خارجه سکتر دسارک هيوادونو دوره کوي اؤ په دغه مهال به هغه پاکستان ته هم ځي.

دسرکاري سرچينو ترمخه پاکستان ته دجى شينکر داوسني سفر په مهال به دپاک وهند ترمينځ دباورجوړونې، په اولسي کچه دتماسونو اؤ تجارتي چارو خبرې اترې کيږي.

ددواړو رقيبو هيوادونو ترمينځ دا خبرې اترې په داسې حال کې کيږي چې دهغوي ترمينځ دکشمير دلانجمنې سيمې په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) اؤ ورکنگ باؤنډرۍ دتيرې څه مودې راهسې دډزو دپيښو له امله اړيکې دتاؤتريخوالي ښکار دي.

پاکستان کې څيړونکي وائي دا ليدنه ددواړو هيوادونو ترمينځ دتاؤتريخوالي دکمي اشاره خو کيدى شي خو ددې په نتيجه کې دکوم لويې پرمختگ هيله نۀ دي ساتل پکار.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG