لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډکپ: پاکستان ـ زمبابوی ته ماتې ورکړه


پاکستان د ورلډکپ په روان ټورنامنټ کې دا لمړی مېچ دی چي ويې گټلو
پاکستان د ورلډکپ په روان ټورنامنټ کې دا لمړی مېچ دی چي ويې گټلو

د کرکټ ورلډکپ ۲۰۱۵ په سيالو کې پاکستان ـ زمبابوی ته په ۲۰ رنزونو ماتې ورکړه . پاکستان د ورلډکپ په روان ټورنامنټ کې دا لمړی مېچ دی چي ويې گټلو ، له دې وړاندې يې دوه مېچونه کړي او دواړه يي بائيللي ؤ .

د اسټريليا په برسبېن کې ترسره شوي دغې مېچ ټاس د پاکستان کپتان مصباح الحق گټلی ، او لمړی يې بيټنگ اخيستی ؤ ، او په ټاکلو ۵۰ اوورو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ رنزونه جوړ کړي وو .

دې ځل له هم د پاکستان بيټنگ په لمړۍ کې د مشکلاتو سره مخ ؤ ، او اوپنران (ناصرجمشېد يې په 1 او احمدشهزاد په 0) اؤټ شو .

وروستو مصباح الحق په ۱۲۱ بالونو ۷۳ رنزونه او وهاب رياض په ۴۶ بالونو ۵۴ رنزونه جوړ کړل ، او د دغو رنزونو سره ټول سکور ۲۳۵ ته ورسېدو . شاهداپريدي هم په 0 اؤټ شوی دی .

د زمبابوی ټينډي چهتارا درې او سين وليمز دوه وکټې اخيستې .

په ځوابي بيټنگ کې د زمبابوی په بيټنگ کې يواځې برينډن ټېلرزيات سکور کړی او په ۷۲ بالونو يې ۵۰ رنزونه جوړ کړل ، بل کوم کهلاړي ښه بيټنگ ونه کړی شو . او پوره ټيم يې په اخري اوور کې په ۲۱۵ رنزونو اؤټ شو ، او مېچ يې وبائيلو .

د پاکستان محمدعرفان او وهاب رياض څلور، څلور وکټې اخيستي دي . او وهاب رياض د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو.

پاکستان ته د ورلډکپ په روان ټورنامنټ کې په لمړي مېچ کې هند او په دوهم کې ويسټ انډيز ماتې ورکړې وه .

دغه رنگ زمبابوی لمړی مېچ په جنوبي افريقې بائيللی ، دوهم يې متحده عرب اماراتو نه گټلی ، درېم کې يې د ويسټ انډيز او نن يې د پاکستان نه ماتې وخوړه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG