لاس رسیدونکی لینک

هند متحده عرب اماتو ته په ٩ؤ وکټو ماتې ورکړه


ديو اى اي يو لوبغاړى هم دهندي بولرانو مخې ته کلک ونۀ دريدى شو

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په ٢١م ميچ کې هند متحده عرب اماراتو ته په ٩ ؤ وکټو ماتې ورکړې ده.

دپرتهـ کرکټ ايسوسي ايشن گراؤنډ کې ترسره شوي ميچ کې متحده عرب اماراتو دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه کومه چې دهغوي لپاره غلطه ثابته شوه اؤ ديو اى اي ټول ټيم په ٣٢م اوور کې په ١٠٢ رنز اړټ شو.

ديو اى اي يو لوبغاړى هم دهندي بولرانو مخې ته کلک ونۀ دريدى شو اؤ پرله پسې پسي بيټسمينان يې پويلين ته رخصت شول، دمتحده عرب اماراتو له لوري تر ټولو زيات سکور کوونکى شيمان انورر ؤ چې ٣٥ رنز يې جوړ کړل.

نورو لوبغاړو کې يې امجدعلي څلور، اندرى بيرنجرڅلور، کرشنا چندرن څلور، خرم خان ١٤، سواپنل پټيل ٧، روهان مصطفي دوه، امجدجاويد دوه، محمد نويد شپږ اؤ محمد توقير يو رن جوړ کړو.

دهند له لوري روي چندرن اشون غوره بولنگ وکړو اؤ څلور لوبغاړي يې اؤټ کړل، اميش يادؤ اؤ رويندرا جديجا دوه، دوه اؤ بهونيشور کمار اؤ موهيت شرما يو ، يو وکټ ترلاسه کړه.

هند د١٠٣ رنز هدف په ١٩م اوور کې ديو وکټ په تاوان پوره کړو، اوپنر شيکهر دهون د٢٩ په مجموعي سکور د١٤ رنز جوړولو څخه وروستو اؤت شو چې له دې وروستو ويرات کوهلي اؤ روهت شرما هند دگټې درشل ته ورسولو.

روهت شرما په ٥٥ بالونو ٥٧ اؤ کوهلي په ٣٣ رنز ناټ اؤت پاتې شو.

دمتحده عرب اماراتو له لوري يواځينى وکټ محمد نويد واخستو اؤ په ښې کارکردگۍ روي چندرن اشون دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

XS
SM
MD
LG