کرد جنگيالو ادعا کړې چې د شام په شمال ختيز کې يې د تُندروه ډلې داعش مضبوط مرکز قبضه کړی دی .
په شام کې د کرد ملېشې د اتحاد " پيپلزپروټيکشن يونټ" يو وياند پخلی کړی دی چې جنگيالو يې د الحسکة صوبې طل حميس ښار د تُندلارو د قبضې نه ازاد کړی دی .
د وايس اف امريکا کُرد سروس سره خبرو کې وياند وئيلي دي چې د داعش تُندلارو به په قميشلي او شام د نورو کُردانو زياتې ابادۍ والا ښارونو او د عراق په سينجار علاقه باندې د طل حميس شار نه حملی کولې .
وياند وئيلي چې په ښار باندې حمله کې ځايي عرب لښکر هم د کُرد ملېشې ملگرتيا کړې ده ، او د وياند ترمخه دې سره دا حقيقت څرگند شو چې د داعش په رنگ ترهگر تنظيمونو په علاقه کې په موجودگۍ څوک هم نه دي خوشحاله .
وياند طل حميس باندې د کُردانو قبضه او د هلته نه د داعش په شا تمبول په تُندروه ډله غټ گوزار گرځولی دی .
برطانيه کې د قائمې ادارې "سيرين ابزرويټري فارهيومن رائټس" ترمخه طل حميس او چاپېره نزدې علاقو کې د کُردانو سره مخامخ جگړه او نړيوال اتحاد په بمبارۍ کې د داعش لږ تر لږه ۱۷۵ جنگيالي وژل شوي دي .
د وايس اف امريکا کُرد سروس ترمخه د شام په شمال ختيز علاقه کې د جمعې په ورځ د داعش وسله والو په يو گرجاگر باندې حمله کې نهه کسان وژلي وو .
د راپورونو ترمخه تُندلارو د تلتمرعلاقې سره نزدې غبش نومې کلي کې گرجاگر په نخښه کړی او جنگيالو په حمله کې څلور کسان تښتولي هم وو.
له دې وړاندې د روانې اوونۍ په سر کې د داعش تُندلارو د تلتمر په علاقه کې ۱۱ کليو باندې حمله کې ۲۲۰ عيسايان تښتولي وو ، چې تراوسه لا د داعش تُندلارو په ولقه کې دي .
د امريکې په گډون څو يورپي ملکونو او ملگرو ملتونو د دغو کسانو په تښتولو اندېښنې څرگندې کړې او د تُندلارو نه يې غوښتنه کړې وه ، چې تښتول شوي کسان خوشي کړي ، ولې د تُندلارو لخوا تراوسه کوم غبرگون مخې ته نه دی راغلی .