لاس رسیدونکی لینک

هيله ده امريکا به پاکستان سره مرسته دوامداره وساتي،تسنيم اسلم


هغې وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد مرکزي کردار ادا کوي دکوم اعتراف چې نړيوالې ورورولۍ هم هم کړى

پاکستان وئيلي دي دترهه گرۍ په ضد خپل کردار ادا کوي اؤ هيله لري چې دامريکا په گډون به ملگري هيوادونه دې لړ کې پکار مرسته دوامداره وساتي.

دزيارت په ورځ دپاکستان دخارجه دفتر دوياندې تسنيم اسلم له لوري دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى چې دميډيا راپورونو ترمخه امريکائي کانگريس کې پاکستان لپاره دامداد دځينې برخې دډاکټر شکيل افريدي په خوشې کولو پسې په مشروط کولو ټينگار شوى.

تسنيم اسلم په دغو خبرونو نيغ په نيغه تبصره نۀ ده کړې خو وې وئيل چې اوباما انتظاميې خپل دبجټ وړانديزونه کانگريس ته پيش کړي دکوم چې بحث روان دى اؤ هغوي هيله لري چې امريکا به پاکستان سره مرسته دوامداره وساتي.

هغې وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد مرکزي کردار ادا کوي دکوم اعتراف چې نړيوالې ورورولۍ هم هم کړى ، هغې هيله څرگنده کړه چې دامريکا په گډون به ملگري هيوادونه پکار مرسته وکړي ترڅو پاکستان دې لړکې خپل کردار په زيات موثره انداز کې دوامداره وساتلى شي.

هغې وويل دامريکا خارجه محکمې مالي بجټ کې پاکستان لپاره د٨٠ؤ کروړو ډالرو څخه زياتې پيسې تجويز کړي کومې چې به پاکستان کې په اقتصادي، سلامتۍ اؤ نورو څانگو کې خرڅ کولى شي.

ډاکټرشکيل افريدى دتيروڅلورو کلونو راهسې پاکستان کې بندي دى اؤ هغه مئ ،٢٠١١م کې ددې اطلاعاتو مخې ته دراتللو څخه وروستو نيول شوى ؤ چې هغه دالقاعده دوژل شوي مشر اسامه بن لادن په لټولو کې امريکائي خفيه ادارې سي ائي اى سره مرسته کړې وه.

امريکائي ځانگړو ځواکونو مئ،٢٠١١م کې دپاکستان ايبټ اباد ښار کې يوه خفيه کارروائي کړې وه چې په نتيجه کې يې اسامه بن لادن وژل شوى ؤ.

دترټولو خطرناک ترهه گر( اسامه بن لادن) په وژلو کې امريکا سره په ملاتړ کولو امريکا کې دډاکټر شکيل افريدي زياته ستائينه کيږي اؤ دهغه دخوشې کولو لپاره په پاکستان دفشار اچولو خبرې هم کيږي.

خو پاکستاني چارواکي وائي چې دډاکټر شکيل افريدي معامله عدالت کې ده اؤ دهغه په معامله دقانون سره سم عمل کولى شي.

پاکستاني چارواکي وائي چې خيبرايجنسۍ سره تعلق لرونکى ٥١ کلن ډاکټر شکيل افريدي ته دپاکستان قبائيلي سيمو کې درواج قانون ايف سي ار لاندې تندروه ډلې لشکر اسلام سره داړيکو لرلو په تور د٢٣ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې وه.

اوسنو مياشتو کې دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ دترهه گرۍ دمخنيوي په گډون گڼو څانگو کې مرسته کې ښه والى راغلى اؤ ددواړوهيوادونو لوړپوړو عسکري اؤ سياسي چارواکو خپل مينځي دورې هم کړي،دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر تيره ورځ امريکا ته رسيدلى اؤ هغه دامريکا لوړپوړو چارواکو سره په بيلابيلو مهمو معاملو خبرې اترې هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG