لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډکپ: سري لنکا بنگله ديش ته په ٩٢ رنز سره ماتې ورکړې


 دبنگله ديش ټيم د٣٣٣ رنز په تعاقب کې په ٤٧م اوور کې په ٢٤٠ رنز اؤټ شو
دبنگله ديش ټيم د٣٣٣ رنز په تعاقب کې په ٤٧م اوور کې په ٢٤٠ رنز اؤټ شو

دائي سي سي ورلډ کپ په ١٨م ميچ کې سري لنکا بنگله ديش ته په ٩٢ رنز سره ماتې ورکړې ده.

دميلبورن کرکټ گراؤنډ کې ترسره شوي ميچ کې سري لنکا دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ کولو سره په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې ديو وکټ په تاوان ٣٣٢ رنز جوړ کړل، دسري لنکا کمار سنگارا د٢١٠ رنز غوره شراکت جوړ کړى ؤ چې پکې دلشان په ١٤٦ بالونو ١٦١ جوړ کړل اؤ ناټ اؤټ پاتې شو، همدغه شان سنگاکاران هم د١٠٥ رنز ناټ اؤټ ذمه وارانه اننگز ولولو.

دسري لنکا يواځينى اؤټ شوى لوبغاړى لاهيرو تريمانى ؤ چې په ٥٢ رنز جوړولو دروهبيل حسين په بال کيچ اؤټ شو.

دبنگله ديش ټيم د٣٣٣ رنز په تعاقب کې په ٤٧م اوور کې په ٢٤٠ رنز اؤټ شو، دبنگله ديش ټيم دشروع څخه دستونزو ښکار پاتې شوې اؤ په دمې، دمېسره دوکټو دپريوتو له امله ورته مقرر ترلاسه کول گران جوړ شو.

دبنگله ديش له لوري صابر رحمان ٥٣ ، شکيب الحسن ٤٦، انعام الحق ٢٩، اؤ کپتان مشرفي مرتضي اووۀ رنز جوړ کړل.

دسري لنکا لستهـ ملنگا درې وکټې پخپل نوم کړې، دلشان اؤ سرانگا لکمل، دوه، دوه وکټې واخستې اؤ اينجيو ميتهيوز اؤ تهاسارا پريرا يو، يو وکټ ترلاسه کړه.

په ښې کارکردگۍ دلشان دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG