لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند خارجه سکتر به په دريم مارچ پاکستان ته ځي


 دخارجه دفتر ويانده وائي چې ښاغلى جى شنکر به خارجه سکتر اعزاز احمد چوهدري سره ليدنه کوي.
دخارجه دفتر ويانده وائي چې ښاغلى جى شنکر به خارجه سکتر اعزاز احمد چوهدري سره ليدنه کوي.

دپاکستان خارجه دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي دهند حکومت اسلام اباد خبر کړى چې خارجه سکتر ايس جى شنکر به يې دخپل پاکستاني سيال سره خبرو اترو لپاره په دريم مارچ په ورځنۍ دوره پاکستان ته راځي.

دخارجه دفتر دوياندې تسنيم اسلم له لوري دشورو په ورځ جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دهند دخارجه سکتر پاکستان ته دغه دوره په ١٣مه فرورۍ دپاکستان اؤ هند دوزيراعظمانو ترمينځ ټيلي فوني تماس کې ټاکل شوې وه.

دخارجه دفتر ويانده وائي چې ښاغلى جى شنکر به خارجه سکتر اعزاز احمد چوهدري سره ليدنه کوي.

هند تيرکال ډيلي کې دپاکستان هائي کمشنر عبدالباسط سره دکشميري مشرانو دليدنې وروستو پاکستان سره دخارجه سکترانو په کچه مذاکرات ځنډولي وؤ دکوم په نتيجه کې چې ددواړو هيوادونو اړيکې تاؤژنې شوي اؤ دتيرو څو مياشتو راهسې په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ هم دډزو اؤ گوله بارۍ پيښو له امله اړيکې خرابې شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG