لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دائي ايس ائي مشر امريکا ته روان شوى


دپوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې ددغه سفر په مهال به جنرل رضوان اختر خپلو سيالانو سره ويني اؤ ورسره به دانټلس جنس معاملو په اړه خبرې کوي.
دپوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې ددغه سفر په مهال به جنرل رضوان اختر خپلو سيالانو سره ويني اؤ ورسره به دانټلس جنس معاملو په اړه خبرې کوي.

دپاکستان داستخباراتي ادارې( ائي ايس ائي) ډائريکټر جنرل ليفټننټ جنرل رضوان اختر دشورو په ورځ امريکا ته په سفر روان شوى، دائي ايس ائي مشر به دخپل دغه سفر په مهال امريکائي چارواکو سره په سيمه ايزه سلامتۍ، افغانستان اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي دمخنيوي په اړه خبرې اترې کوي.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې ددغه سفر په مهال به جنرل رضوان اختر خپلو سيالانو سره ويني اؤ ورسره به دانټلس جنس معاملو په اړه خبرې کوي.

سرچينې وائي چې جنرل رضوان به دامريکا ددغه سفر په مهال نيشنل سيکورټي کونسل( اين ايس سي) کې سينئر چارواکو اؤ دسنټرل انټلي جنس ايجنسۍ ( سي ائي اى) مشر جان برينن سره ليدنه کوي.

داطلاعاتو ترمخه ددواړو هيوادونو دعسکري چارواکو ترمينځ خبرو کې به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې روانې مرستې دنورې ودې ورکولو جاج هم اخستل کيږي.

دپاکستان دسفارتي سرچينو ترمخه دا دوره ددوه اړخيزه سټريټک مذاکراتو دلړۍ برخه ده چې پکې به پاکستان دخپلو عسکري ضرورتونو څخه امريکائي چارواکي خبروي.

تيره اوونۍ واشنگټن کې ترسره شوې دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه غونډه کې دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان هم گډون کړى ؤ.

چوهدري نثار علي خان وروستو دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري اؤ دصدر براک اوباما دقومي سلامتۍ مشاورې سوزن رائس سره هم ليدنې کړې وې.

دتيرو څو مياشتو راهسې دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ په لوړه کچه تماسونو اؤ مرسته کې ښه والى ليدل شوى اؤ څيړونکي وائي چې ددغه ښه والي نتيجه تيرکال دنومبر په مياشت کې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف دامريکا دوره وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG