لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امن لپاره دداعش خاتمه ضروري ده، صدر اوباما


 دمذاکراتو څخه وروستو صدر اوباما ددواړو مشرانو ليدنه دگډ سوچ اؤ نزديوالي علامت گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې دامن اؤ سلامتۍ په اړه خبرې گټورې وې.
دمذاکراتو څخه وروستو صدر اوباما ددواړو مشرانو ليدنه دگډ سوچ اؤ نزديوالي علامت گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې دامن اؤ سلامتۍ په اړه خبرې گټورې وې.

دامريکې صدر براک اوباما اؤ دقطر امير، شيخ تميم بن حماد الثاني دنهې په ورځ سپينه ماڼۍ کې ليدنه کړې ده چې پکې دخپل مينځي ارزښت په معاملو خبرې اترې شوي دي، چې پکې دامريکا په مشرۍ د اتحاد له لوري دداعش په ضد دروانې کارروايۍ ترڅنگ عراق، شامو ليبيا، ايران اؤ يمن په اړه هم غور شامل دى.

دمذاکراتو څخه وروستو صدر اوباما ددواړو مشرانو ليدنه دگډ سوچ اؤ نزديوالي علامت گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې دامن اؤ سلامتۍ په اړه خبرې گټورې وې.

دقطر دامير سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال صدر اوباما وويل دداعش دجنگيالو په ضد دواړو هيوادونو نزدې مرسته دوامداره ساتلې اؤ زياته يې کړه چې دغه تندلاري دمينځني ختيز ترڅنگ بين المللي ورورولۍ لپاره هم دخطرې سبب دى.

امريکائي صدر وويل دتندلاريتوب اؤ ترهه گرۍ دانديښنو دله مينځه وړلو لپاره ضروري ده چې داعش ته دورکړل کيدونکو پيسو په مکمل دبندولو هڅې کاميابې کړل شي.

دشام په اړه صدر اوباما وويل بشارالاسد دواکمنۍ حق بائيللى اؤ اوس يې کوم کردار نه دى پاتې شوى.

صدر اوباما وويل چې دايران دجوهري پروگرام په لانجه دايران اؤ نړيوالو قوتونو ترمينځ خبرې روانې دي، هغه وويل ددې خبرې پخلى لازم دى چې ايران جوهري وسلې ترلاسه نۀ کړي اؤ دې لړ کې ددوحې خيالات هم يو شان دي.

دقطر امير شيخ تميم وويل پوځي معاشي اؤ دسلامتۍ څانگو کې دقطر اؤ امريکا ترمينځ گټورې اؤ نزدې اړيکې دي اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ په ضد جگړه نۀ يواځې دسيمې بلکې بين المللي ورورولۍ لپاره هم ځانگړى ارزښت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG